دره اتمانخيل

دره اتمانخيل چې د شيخانو په نامه هم يادېږي.د پاکستان پښتونخواه په کوز دير سيمه کي شتون لري. دا دره په نهه کلیو مشتمله ده.چې په پکي ماني بڼ، زړه ډوګۍ، جبګۍ ،ساربيغم، کوټ، غونډۍ، کوټکوشاه، فضل آباد، او شاه کورونه شامل دي. دا سیمه د تیمرګرې ښار په ختیځ (مشرق) د دير په سړک پرته ده، د دې سیمې اوسېدونکي د اتمانخيل قبيلي ماندل سره اړوند (وابسته) دي. اتمانخېل د کرلاڼي پښتون یا افغان قومونو څخه يو دي، کوم چې د نورو قبيلو لکه یوسفزي او ترکالاڼي سره په ګډه راغلل. دوی د ځمکو ويشلو (په زمکه د ملکيت ساتلو لپاره لرغونی(پخوانی) سيسټم) يعني شیخ مالی قبضه ځمکه یا د ویش سیسټم په تعقيب په ابتدايي توګه د باجوړ، جندول او مالاکنډ په سیمو کې میشته شول. دا خلک تر ډیرې کچې د سوداګرۍ سره تړل شوي وو ځکه چې ځمکې يی د کر کروند لپاره مناسبه نه وې. ۱.۱ تور بابا مذهب په افغان قبيلو کې په ټولنيزه (اجتماعي) توګه ترټولو پیاوړی اغیز (تاثير) لرو. چې پایله (نتيجه) کې یې د ډیری مذهبي کورنیو رامنځته کېدل وو. دې کورنيو نه که يوازې په مذهبي چارو کې ظرفيت لرلو نو مګر په موقتي چارو کې هم لکه د مثال په توګه،(په سوات او دیر کې اخوند کورنۍ) اتمانخيل قبیلي هم لکه د نورو افغان قبيلو په څير دينداره کورنۍ لرلې لکه شیخان، د ځای مشرانو په وينا شیخان د تور بابا یعني عبدالرحیم خان اولادونه دې.عبدالرحیم خان په باجوړ کې زېږېدلی وو او د اتمانخيل قبيلي څخه وو. هغه د اوولسمې پیړۍ په وروستیو کې د باجوړ نه مهاجرت شو او په تیمرګره کې میشته شو. هغه د دين پالنې او پاکدامنۍ له کبله د تور بابا په نامه پېژندلای کېده. عبدالرحیم خان او اخوند الیاس ( ۱۶۷۶م) د شیخ آدم بنوري شاګردان وو.(بحواله مولوي حبیب احمد مورڼۍ،دير) او د محمد امین بدخشي په وینا د ادم بنوري ډیر پلويان او خلفاء افغانان وو چې د مغل چارواکو په نظر کې يې ادم بنوري نور هم لکه د سترګو ازغی جوړ کړی وو.(ځکه چې ادم بنوري د مجدد الف ثاني خليفه وو) د تور بابا روضه په هغه هدیره کې جوړه ده کومه چې بيا وروسته د هغه په نوم (تور بابا) ونومول شوه. د جندول، دير خاص، میدان، ادينزۍ، سوات، باجوړ او ملاکنډ خلک د مزارونو ډېر لېوال (د مزارونو سره مینه يعني مزارونو ته تګ راتګ) وو مګر سيميز عالمانو واضحه فرمانونه صادر کړل چې دا یو بدعت دی او په اسلام کې منع کړی شوی فعل دی.د کوز دیر په مورڼۍ او شګوکس کلي کې دوه نور قبرونه د تور بابا په نامه يادېږي او د دغه سیمې خلک چې د دوی اولادونه دې ماندل تصور کېږي(ماندل د بابا اتمان مشر زوی وو). د قاضي عبدالحلیم عاصم افغانی په وینا د مورڼۍ کلي د تور بابا اصلي نوم محمد انور بیگ وو.داسې ښائي چې دا درې واړه ورونه وو او یا د يوي قبيلي څخه وو ځکه چې تور بابا او اخوند په دغه وخت کې د مذهبي لقبونو په توګه کارول کیدل. د مثال په توګه د اخوند الیاس پلار هم د تور بابا په نامه پېژندلای کېده مګر هیڅوک د هغه د اصل نوم په اړه نه پوهېږي.

۱.۲ اولادونه

د تور بابا دوه زامن وو چې اولادونه يې په دغه ذکر کړی شوي نهه کلیو کې يو بل سره متصل په ګډه ژوند کوي. دا خلک د شيخان په نامه هم پېژندلای کېږي.کوم چې د دوی د قومیت سره هيڅ تړاو (نسبت) نلري مګر اصلاً (شیخ لقب) د شیخ عبدالرحیم خان سره تړون لري. ځکه هغه د شيخ دا لقب د شیخ ادم بنوری د اقتدا نه وروسته ترلاسه کړ.شيخ په صحيح توګه د لوی او پوه انسان لپاره کارونکي کلمه ده دا عموماً د یوې قبیلې مخکښې (مشر) سړی نوموي چا ته چې د خپل پلار څخه وروسته دا لقب تحصيل شوي وي او یا هغه دیني عالم د دي لقب څښتن کيدلای شي څوک چې د اساسي اسلامي ښوونځی(مدرسې او يا پوهنتون) څخه فارغ شوی وي اخوند خیل او شيخان په پاکستان او افغانستان کې د بیلا بیلو (مختلفو) قبیلو خلک وو چې په ساده ډول د "روحاني طبقي" او د لويو مذهبي شخصیتونو شاګردانو په توګه وو، مثلا اخوند خیل د پښتون قبيلې دي. مګر یو بل اخوند خیل هم شته دی چې د سادات په نوم يادېږي.او يوه بله ډله هم چې د شیخ محمدي په توګه پېژندلای کېږي. خو اصلاً د نسب په لحاظ هیڅ شته والی يعني موجوديت نلري.

په ۱۸ پیړۍ کې د هغه ستر, ستر لمسی زیر محمد چې د عماره خان ډېر نږدې ملګری وو، چا چې د ګندیګار قلعې څخه ډېر په مېړانه (بهادري) سره دفاع کړې وه، او د شریف خان ۱۵۰ یرغل کوونکو ته يی ماته ورکړی وه، مګر بيا وروسته هغه د شریف خان ډېر نږدې ملګری جوړ شو. شريف خان او بیا اورنګزيب (۱۹۰۴-۱۹۲۵) او نواب شاه جهان د خپلي کابینې لپاره د دې کورنۍ څخه ډېر خلک غوره کړل. له همدې کبله چې شريف خان تور بابا ته ډېر په درنه سترګه كتل او د دغه خلکو پياوړتوب (زړورتيا-بهادري) ته يی ډېر درناوى لرلو دوی په سیمه کې تر ټولو ډېر د يو متحد پښتون قوم په توګه پېژندلای کیدل. د جرګې سیسټم لا تر اوسه هم شته چې پکي ډیری شخړې د ځایی مشرانو لخوا تحليل کېږي.

۱.۳ خلک او اقتصاد

ټول نفوس د ۱۹۹۸ سرشمېرنې په اساس (بنياد) ۲۹۰۰ دي. دغه سیمه د کرکيلې سیسټم کې ډېره کمزورې ده. نو د دوی اصلي اقتصاد په منځني ختیځ (عرب) باندي دی. د زده کړې تناسب په نارینه وو کې د زنانوو په نسبت ډېر دی. یوازې پنځه ابتدايي (پرائمري) ښوونځي شتون لري او منځني او لوړې ښونځي (ميډل او هائي سکولونه) پکې نيشته.


۲.۰ يادښت/پای ليک

۲.۱ حوالې

حوالې په دغه لاندینې لینک کې ترلاسه کولای شئ. دا ژباړه هم د دې ويکيپېډيا پاڼې ده کومه چې په انګرېزي ژبه کې لیکلای شوي ده.

https://en.wikipedia.org/wiki/Dara_Utmankhel