خېبرپښتونخوا د سماجی بهبود محکمه

خېبرپښتونخوا د سماجی بهبود محکمه

د خېبرپښتونخوا د سماجی  بهبود محکمه د معاشرے د بهترۍ او په خصوصي توګه د بے وسه خلکو د مرستې لپاره کار کوي۔ د محکمه سماجي بهبود خېبرپښتونخوا ترسيوري لاندې يو شمير ترقياتي پروګرامونه کيږي کوم چې د سماجي خرابيو د خاتمې، خصوصي خلکو او د معاشرتي ستونزو ښکار خلکو مرسته کوي۔

د دې منصوبو بنيادي مقصد د خلکو په تکليفونو کې کمي راوستل، ثقافتي او نفسياتي بدلون راوستل او په منظمه او يو شان طريقې سره په معاشره کښې د مثبت بدلون راستو سره د غربت په شرح کښې کمی راوستل دي۔

د ادارې لخوا دا خدمات د معاشرې د هغه خلکو لپاره دي څوک چې د خپلو بنيادي حقونو نه محرومه دي په دغه خلکو کښې ښځې، خصوصي خلک، مشران، سوالګر، نشه يان او ماشومان شامل دي۔

See more at: http://social_welfare.kp.gov.pk/page/introduction#sthash.bW3ObbSb.dpuf

په صوبائي سطح د محکمې ډهانچه

د محکمه سماجي بهبود د ډائريکټريټ تنظيمي ډهانچه

See more at: http://social_welfare.kp.gov.pk/page/organizational_structure#sthash.SAQPan3x.dpuf

د محکمه سماجي بهبود په صوبائي سطح کردار

د سماجي بهبود او خصوصي تعليم لپاره پاليسي جوړول

د سماجي بهبود لپاره په قامي سطح جوړو شویو پاليسو باندې عمل درآمد يقيني جوړول

په معاشره کښې د سماجي بهترۍ لپاره د مخکښې نه موجود قوانين کښې ترميم کول او د نوو قوانين لپاره ډهانچه تيارول

د معاشرتي اعانت پروګرام تشکيل کول د کومې په بنياد چې په معاشره کښې موجود، کونډو، يتیمانو او بے کوره خلکو ته مرسته فراهم کول

د محکمه سماجي بهبود د اعراض و مقاصد ترلاسه کولو لپاره متعلقه منصوبه بندي جوړول

د سماجي بهبود يونیسف او نورو ډونر ايجنسيانو سره مرسته کول

د سماجي بهبود او په خصوصي توګه په تعليم کار کوونکو غېر سرکاري تنظيمونو په باره کښې معلومات راټولوي۔

اداره په صوبائي سطح په سوشل ويلفئير کونسل، صوبائي کونسل او د خصوصي ماشومانو د بحالۍ لپاره قائم صوبائي کميشن برائے بهبود و ترقي سره رابطه کاري کوي۔

د ماشومانو حقونو او سماجي بهبود لپاره په نړيواله سطح کار کوونکو تنظيمونو سره هر ممکن تعاون کول

په صوبائي سطح د ترقياتي سکيمونو اجراء

د ترقياتي سکيمونو د اجراء لپاره د وفاقي حکومت نه  فنډ ترلاسه کول

د صوبائي محکمو او ضلعي حکومتونو سره د رابطه کارۍ بنيادي منصوبے پائي ته رسول

د سماجي بهبود او خصوصي تعليم د افسرانو تعيناتي، ترقي ورکول، د انتظامي مقدمو عمل، تبديلۍ او د تعيناتي د عمل نګراني کول

په ضلعي سطح د ټولو سرګرميانو نګراني کول

په صوبائي سطح ډائريکټريټ

د محکمه سماجي بهبود دفترونه په تولو ضلعو کښې د خصوصي تعليم نګراني کوي۔

د صوبائي او ضلعي حکومت ترمېنځ مرسته کول

د ضلعې دفترونو احتساب کول

د سوشل ويلفئير ډيپارټمنټ د خصوصي تعليم او مقامي تنظيمونو لپاره پاليسي تيارول، پروګرام او مقصد ته ترتيب ورکول۔

کليز ترقياتي پروګرام تيارول او د نوي منصوبو لپاره تګلاره( لائحه عمل) تيارول

صوبائي حکومت ته د راتلونکي منصوبو لپاره د محکمه سماجي بهبود د ضلعې دفترونو نه تجويزونه اخستل

ضلعې افسرانو او نورو ملازمينو ته د تربيت اهتمام کول

د صوبائي سماجي بهبود کونسل، د خصوصي خلکو د بحالۍ صوبائي کونسل او د ماشومانو د فلاح و بهبود د کمشين سره درې مياشتنې مېتنګ کول

په عدالتونو او سروس ټربيونل کښې د مقدمو پيروي کول

د سماجي بهبود او خصوصي تعليم د منصوبو په تيارۍ کښې د انتطامي محکمو سره مرسته کول

See more at: http://social_welfare.kp.gov.pk/page/functions#sthash.pGL6ttpR.dpuf Archived 2021-09-20 at the Wayback Machine.

مقصدونه

معاشرتي ضرورتونه په نظر کښې ساتلو سره په خلکو کښې پوهه پيدا کول چې دا خلک د معاشرے په ترقې او فلاح  په کار راشي۔

معاشره کښې مختلف ذريعې لټولو سره دغه ذريعې په کار راوستل چې د سماجي بهبود منصوبے په مقامي سطح شروع کړے شي۔

د اولس په مرسته د معاشرتي ترقۍ سرګرمۍ مخ په وړاندې بوتلل

معاشره کښې  ضرورت مند خلکو ته د هنراو بحالۍ خدمات ورکول او دې سره د بے وسه ښځو، يتیمانو او بے کوره ماشومانو لپاره د فلاحۍ ګامونه پورته کول

د مستقبل لپاره منصوبه بندي او د ښځو لپاره نېشنل پلان اف ايکشن

ښځې بااختياره جوړولو لپاره قامي پاليسي برائے قومي خواتين تشکيل کولو سره د ذات پات، مسلک او مذهب نه بالاتر پاکستاني ښځې بااختياره جوړول چي دوۍ ته د ژوند په ټولو شعبو کښې کار کول آسان وي۔

په قامي ترقۍ کښې د ښځې شراکت داري او په معاشرے او خاندان کښې کيدونکي فيصله سازي کښې د ښځو شاملول يقيني جوړول

ښځې په سياسي سرګرمو او انتخابي عمل کښې حصه دار جوړول

د ښځو حقونو يقيني جوړولو سره دوۍ ته محفوظ ژوند ورکول او دوۍ په معاشي، قانوني، سياسي او د برابرۍ په بنيادي د ځان سره شريکول

په ترجيحي بنيادونو په ښځو کښې د خواندګۍ سيوا کولو لپاره ګامونه پورته کول

See more at: http://social_welfare.kp.gov.pk/page/objectives#sthash.OSpAl0tF.dpuf Archived 2021-09-20 at the Wayback Machine.

د نېشنل پلان اف ايکشن برائے خواتين لپاره دولس مختلفو شعبو کښې د ښځو حالت زار ښه کولو نشاندهۍ شوي دي۔

ښځه او غربت

ښځه او صحت

تعليم او د ښځو تربيت

په ښځو د تشدد مخنيوے

ښځه او شخړے

ښځه او اقتصاد

د ښځې واک او فيصله سازي

د ښځو بهترۍ لپاره ادارتي طريقه کار

ښځه او ميډيا

ښځه او چاپيرچل(ماحول)

وړه ماشومه

د ښځو انساني حقونه

- See more at: http://social_welfare.kp.gov.pk/page/vision#sthash.dKs1pBAF.dpuf Archived 2021-09-20 at the Wayback Machine.

د محکمه سماجي بهبود خېبرپښتونخوا ادارتي باډي

سوشل ويلفئير ادارے

د ماشومانو لپاره د فلاح و بهبود ويلفئير هومز

په نشه اخته خلکو د بحالۍ لپاره مرکزونه

د سوالګرو لپاره دارلکفاله

د مصنوعي اعضاء ورکولو مرکزونه

سرکاري سرائے

د تعليم خصوصي مرکزونه

د چاړه او کڼو ماشومانو لپاره سکول

په ذهني توګه کمزوري ماشومانو لپاره سکول

د نظر نه محرومه ماشومانو لپاره سکول

ښځې بااختياره جوړونکي ادارے

د متاثره شوو ښځو د بحالۍ مرکزونه

د هنر مرکزونه

په ښارونو کښې کار کوونکې ښځو لپاره هاسټل

بااختياره باډي

د يتيم ماشومانو لپاره د تعليم ماډل انسټيټويټ ( زمونږ کور)

د ماشومانو حفاظت او ويلفئير کميشن

د فلاح بهبود لپاره صوبائي کونسل

د ښځو د عزت لپاره کميشن

لسائل والحروم فاؤنډيشن

سينئر سيټزن کونسل

د معذورانو د بحالۍ لپاره صوبائي کونسل


Ref https://swkpk.gov.pk/