خليل الله خليلي (۱۳۲۵ س. - د غويي ۱۴، ۱۳۶۶ ل.) يو افغان ديپلومات، شاعر، ليکوال، اديب او تاريخپوه وه.

خليل الله خليلي

مخينه

هغه د محمد حسين خان مستوفي الممالک زوی و او د کابل په باغ جهان آرا کې زېږېدلی و. پلار يې د امير امان الله خان پر ضد د يوې توطيې په تور ووژل شو. په ۱۳ کلنۍ کې د خپل ماما عبدالرحيم خان چې د هرات نايب سالار و او د کورنۍ د نورو غړو سره د يو نيم کال لپاره زنداني شو. بيا وروسته د کابل د خلکو په شفاعت د امير امان الله خان لخوا وبخښل شو او د صدق آباد کلي ته چې د کابل د شمال په ۵۰ کيلو مترۍ کې دی تبعيد شو.

زده کړې او دندې

دوديزې زده کړې يې په کور کې له خپله پلاره ترلاسه کړي وې او وروسته بيا د مير بچه کوټ په ښوونځي کې يې درې کاله تعليم وکړ. د لوړ استعداد او ذکاوت خاوند او له ښوونځي نه وتلو وروسته د ښوونکي په توگه يې کار پيل کړ. د ښوونې له دندې گوښه کړل شو او د ماليې په وزارت کې کاتب مقرر شو. هغه د امير امان الله خان د واکمنۍ په وخت کې په بېچاره گۍ کې ژوند تېر کړ تر هغه پورې چې د وخت د پاچا پر ضد د حبيب الله کلکاني پاڅونونه بريالي شول. دا چې حبيب الله کلکاني د خليلي سره د وړاندې نه پېژندگلوي درلوده نو هغه يې د خپل د دربار منشي وټاکه او بيا په مزار شريف کې د مستوفي مرستيال او وروسته د مستوفي په توگه وگوماره. کله چې حبيب الله کلکاني د نادرشاه له خوا له منځه لاړه او حکومت يې سقوط وکړ نو خليلي هرات ته ولاړ او هلته يې په شاعرۍ او ليکوالۍ کې پټ استعداد څرگند شو. کله چې نادره شاه هغه عفو کړ نو بېرته کابل ته راغی او هلته يې په صدارت عظمی کې د منشي په توگه په کار پيل وکړ، بيا د مطبوعاتو د رياست مستقل ريس شو او د ظاهر شاه د سلاکار وزير په توگه يې دنده ترسره کوله. وروسته په جده او بغداد کې د افغانستان سفير وټاکل شو چې د دمشق، اردن او د خليج هېوادونو لپاره يې هم ديپلوماتيکې چارې پرمخ بېولې. کله چې په ۱۳۵۷ ل. کال کې سياسي بدلون راغی نو د سفارت له دندې يې استعفا وکړه. بيا د جهاد په وخت کې پاکستان کې په اسلام آباد کې مېشت شو او هلته د افغانستان لپاره د جنرال ضيا الحق سلاکار وټاکل شو.

ليکلي آثار

  1. له اوردو نه فارسي ته د قرآن شريف ژباړه او تفسير (لومړنۍ ۱۳ سېپارې او وروستۍ سېپاره چې په کابلي تفسير مشهور دی)
  2. آثار هرات (درې ټوکه)
  3. هرات (آثار، رجال او تاريخونه) په عربي ژبه
  4. احوال و آثار حکيم سنايي غزنوي
  5. سلطنت غزنويان
  6. فيض قدس
  7. رساله يمگان
  8. داستان زمرد خونين
  9. نی نامه
  10. از بلخ تا قونيه
  11. عقاب زرين
  12. قرايت دري
  13. ديوان اشعار
  14. مجموعه اشعار
  15. برگهای خزاني
  16. نورهان
  17. منظومه ستاره گان
  18. دروېشان چرخان
  19. د ټاگور د ځينو آثارو ژباړه
  20. ابن بطوطه في افغانستان و الفقها للمغانيون
  21. يار آشنا
  22. نيايش
  23. مسجد جامع هرات
  24. پنجشېر و قهرمان مسعود
  25. ماتمسرا
  26. نخستين تجاوز روسيه در افغانستان
  27. اياز از نگاه صاحبدلان
  28. ناهيد و دختران قهرمان کابل
  29. زمزم اشک
  30. عياری از خراسان
  31. از سجاده تا شمشېر
  32. از مدرسه تا سنگر
  33. بهشتی که در آتش سوخت
  34. سوزن زرد و جامه سپيد
  35. غوث الاعظم
  36. سرور راستان
  37. به بارگاه سعدي
  38. تجليل سالگرد امام رباني
  39. کاروان اشک
  40. داستانی از داستان ها
  41. مادران گلگون کفن
  42. جنبش آزادي ملت پاکستان
  43. پيام سلطان محمود
  44. اشکها و خونها
  45. د ټولو اشعارو ديوان

ناچاپه آثار

  1. قهرمان کوهستان
  2. خواجه سبز پوش
  3. نماز عاشقان
  4. پادشاه و دوراهي
  5. مراسلات
  6. زنده گي در روستا
  7. رويت ها و روايت ها
  8. بلخ در ادب عرب
  9. ابو زيد بلخي
  10. سفرای افغانستان از محمود تا محمود
  11. دوشينه نامه