خدايگوټی، الهه يا رب النوع، يانې ځانگړی خدای، د مصريانو، فنيقيانو، آريايانو، بابليانو، يونانيانو، روميانو.... د عقيدې پر اساس يانې ځانگړی خدای يا د طبيعي پېښو، ځواکونو او عواملو څخه د يوه موجود او مسبب. د هغه موجود په باب داسې فکر چې واک او قدرت يې تر هر انسان زيات وي. مثلاً پخوانيو مصريانو په هر هغه شي کې چې د دوی چاپېريال يې احاطه کړي ؤ، د يوې تېرې کوونکي اروا شته والی تصور کاوه او غوښتل يې چې د هغو د عبادت په واسطه د هغو د شره څخه ځان وژغوري. د دغو مصريانو له نظره د دې ارواگانو يوې ډلې په طبيعی شيانو (لکه لمر، سپوږمۍ او د نيل په سيند) کې تجلي کوله او لويې ډلې يې په ډول ډول ژوو کې استونگه درلوده نو ځکه هرې قبيلې د هغې اروا عبادت کاوه چې په يوه حيوان کې به يې ژوند درلوده او دهغه د حمايې هيله به يې کوله. ځينو د غو خلکو به دغوايي او ځينو به د زمري، مار، پيشي، خره... عبادت کاوه او دا شيان د دوی خدايان وه. په بله مرحله کې مصريانو دغه حيوانات د الهه وو تمثالونه تصورول او له دې جهته به يې د هغو مجسمو سرونه چې د دغو تمثالونو افاده به يې کوله، د هغو حيواناتو د سرونو په څېر جوړول چې دوی به يې عبادت کاوه. د دغو مجسمو څخه هرې يوې يو يو محيط درلود مثلاً هغه معبود چې د آمون په نامه يادېده او سر يې د گډي د سر په څېر و د تب د ښار خدای و او داسې نور.... په آريانا وېجې او بخدي کې د آريايانو د ژوند په لومړنيو ورځو کې ښکلو طبيعي منظرو او پېښو د دوی پام ځان ته جلب کړ او د دې سره سم د طبيعي عناصرو د درنښت نظريه را پيدا شوه تر دې چې د آلهه وو او رب النوعو عبادت عملي شکل وموند او ويدي سرودونه تر يوې اندازې پورې د دوی د ماقبل التاريخ د دورو د خدايانو عبادت په تيت و پرک صورت معرفي کوي، وارونا، ايندرا، سوريا، ميترا، اگني، ديوس، پريتيوي، سوما، وارونا... هغه مهم عناصر و چې د ويدي په زمانه کې د آريايانو په نزد د خدايانو او ارباب الانواعو په شکل گرځېدلي وو.

سرچينه

پښتو-پښتو تشريحي قاموس