خبرې اترې:نثار احمد احمدي

زده کړي سمول

پر ۲۰۱۳ کال په هلمند کي له دوولسم ټولګي فارغ او اوسمهال د حقوقو په برخه کي د ډيپلوماسۍ په څانګه کي په لوړو زده کړو بوخت دی. هغه د خپل کاري مسلک په برخه کي د بي بي سي انټرنيوز، يوناما، بشري حقوقو، د افغانستان د ژورناليستانو د ملي اتحاديې او ګڼورو نورو رسنيزو ادارو څخه لنډمهالي کوروسونه لوستي دي.

دندي سمول

له ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۱۰ کال پوري يې له سباوون راډيو سره کار وکړ. له ۲۰۱۰ کال څخه يې د هلمند ولايت له ملي ياني دولتي راډيو ټلوېزيون سره کار پيل کړ، تر ۲۰۱۴ کال پوري يې دلته د راډيو د خپرونو د مدير، د سياسي خپرونو د وړاندي کوونکي د خبري راپورونو د جوړونکي او د ګڼشمېر نورو ځانګړو راپورونو د چمتو کوونکي په توګه کار وکړ. تر دې وروسته يې بېرته په هلمند کي له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۵ کال پوري له خاور ټلوېزيون سره د خپرونو د مدير او د سياسي خپرونو د وړاندي کوونکي په توګه دنده ترسره کړه. دلته يې يو کال کار وکړ، بېرته يې له سباوون راډيو ټلوېزيون سره کا پيل کړ. د نورو تر څنګ يې له هېواد ټلوېزيون سره د سيمه ييز خبريال او له بي بي سي راډيو سره د يوې تعليمي ګام پر ګام په نوم خپروني سره څه موده کار کړی دی.

و "نثار احمد احمدي" مخ ته وروګرځي.