خاواک کوتل

خاواک پاس یا خاواک کوتل ( ۳٬۸۴۸ متر (۱۲٬۶۲۵ فوټه) لوړ د هغه لاري په اوږدو کي موقعیت لري چي په شمال لویدیځ کي د پنجشیر د درې سر ته نږدې د هندوکش غرونو د لړۍ له لاري د اندراب او بغلان له خوا شمالي افغانستان ته رسيږي. [۱]

دا هغه لاره ده چي سکندر اعظم د 329 مخکي تر میلاد کلونو په پسرلي کي ورباندي هغه مهال تګ کړی وو کله چي نوموړي خپل لښکر د کابل له درې څخه د غرونو په اوږدو کي باختر، تخارستان یا اوسني تخار ته بوت. وینسنټ سمیټ وايي چي سکندر خپل پوځیان د خاواک او کاشان یا د کوشان د لارې په اوږدو کي تېر کړل. [۲]

خاواک غالباً هغه لاره ده چي د اوومې پېړۍ په لومړیو کي د چین د مشهور بودايي راهب ژوانزانګ له خوا له هند څخه چین ته د راستنېدو پر مهال کارول سوې وه. [۳] په ۱۳۳۳ کال کي مشهوره سیاح ابن بطوطه هند هیواد ته د سفر پر مهال له همدې لاري تیر سو.

دا لاره د تیمورلنګ (تامرلین یا تیمور دی لیم، 1336-1405) لخوا هم استعمال سوې ده، او د کپتان جان ووډ لخوا د 19 پیړۍ په مینځ کې د آکسوس سرچینو ته د بیرته راستنیدو په سفر کي وکارول سوه. خاواک د کابل له درې څخه شمالي افغانستان ته د ختیځ تر ټولو لویه لاره وه او د دې سیمي تر ټولو مشهوره لاره ګڼل کېده. [۴]

دا لاره، چې د افغانستان د لومړني تاریخ لپاره خورا مهمه وه، اوس یې ډیره برخه د پاخه سړک څخه تیریږي چي د سالنګ له تونل سره اړه لري. یاد تونل په 1964 کي د شورويانو لخوا بشپړ سو، او د ۳٬۴۰۰ متر (۱۱٬۲۰۰ فوټه) په لوړوالي کي جوړ سوی دی. خاواک کوتل چاریکار او کابل له کندز ، خلم ، مزاری شریف او ترمز سره نښلوی.

اقلیم او هوا سمول

خاواک دره د ۳٬۸۴۸ متر (۱۲٬۶۲۵ فوټه) په لوړوالی سره د غره یوه لوړه لاره ګڼل کیږي چي د بحر له سطحې څخه ډېره پورته او اقلیم یې سخت ژمۍ لري.

د کوپین د اقلیم د ډلبندۍ له مخي دغه کوتل د توندرا اقلیم ( ET ) په لرلو سره د کال په اوږدو کي سړه او ترخه یخني لري.

  1. Hill (2009), pp. 560, 563.
  2. Smith (1914), p. 49.
  3. Vogelsang (2002), p. 174.
  4. Verma (1978), pp. 86 and nn. 155, 156; 264.