جالیسکو ( /xəˈlsk/ یا جلیسکو په مکسیکو هیواد کي د طبیعي سرچینو او همدارنګه اوږد تاریخ او کلتور له امله یو مهم اقتصادي او تاریخي ایالت دی. [۱] د مکسیکو کلتور ډیری ځانګړتیاوې په اصل کې د جالیسکو ایالت سره اړه لري، لکه ماریاچي ، ټیکیلا ، رانچیرا ، بیریا ، او جاریپیو - چي له همدې امله د دولت شعار هم ( جالیسکو مکسیکو ) دی. له اقتصادي پلوه ، دا ایالت د مکسیکو ایالتونو په مینځ کي دریم ځای لري. دلته صنعتي سیمي او ځایونه د ګوادالجارا میټروپولیټان په سیمه کي موقعیت لري، کوم چي په مکسیکو کي دریم لویه میټروپولیټان سیمه بلل کیږي. جالسکو ایالت د دوو مهمو ځایي نفوسو لکه هویچول او ناهوس کور او استوکنځی دی. دلته د پام وړ بهرني خلک هم شتون لري، چي ډیری یې د متحده ایالاتو او کاناډا څخه راغلي دي، او د چپالا جهيل او پورټو والارټا په سیمو کي ژوند کوي.

  1. . Mexico. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورک یا خالي |title= (لارښود); ورک يا خالي|url= (لارښود)