توحید پالونکې نړۍ پالنه

توحید پالونکې نړۍ پالنه (Unitarian Universalism یا UU) هغه لیبرال مذهبي آئین دی چې د «معنا او حقیقت په برخه کې د آزادانه او مسئولانه پلټنې» پر بنسټ مشخص کېږي. توحید پاله نړۍ پالونکي هېڅ اعتقادات نه لري او پر ځای یې په مشترکه توګه د خپلې معنوي ودې په موخه چې د یو «ژوندي فعال سنت» پر بنسټ هدایت کېږي یو موټی کېږي. اوس مهال دغه سنتونه د توحید پالونکې نړۍ پالنې په شپږو منابعو او اوو اصولو کې خلاصه کېږي، دغه ټول دوی ته د اړوندو ټولنو له خوا ټاکل شوي او د وحدت پالونکي نړیوال بنسټ په اډانه کې په رسمیت پېژندل شوي. د دوی باور ته اړوند ټول اسناد په «ژوندۍ» بڼه دي په دې معنی چې د تل لپاره د بیاکتنې او په هغو کې د بیاځلي لاسوهنې پر مخ پرانیستي دي. د توحید پالونکې نړۍ پالنې په بنسټونو کې ډیری خدای منکره، د خدای په شتون او نه شتون نه باور لرونکي (اګنوستیکان) او خدای پرستان شاملېږي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ځانته کلیساوې، بنسټونه او ټولنې لري. دتوحید پالونکې نړۍ پالنې رېښه په لیبرال پروتستانت عیسویت په ځانګړې توګه په توحید پالنې (unitarianism) او نړی پالنې (universalism) کې نغښتې ده. دغه باور ته اړوند کسان څرګندوي چې له دغو سنتونو څخه دوی ژره فکري آزادي او پریمانه مینه ترلاسه کوي. دغه باور ته اړوندې ټولنې او غړي یې د نړۍ له ټولو لویو ادیانو څخه د الهام او لیدلورو اخیستو په لټه کې دي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د توحید پالونکې نړۍ پالنې فردي باورونه پراخه طیف ته اړوندېږي؛ چې په کې مذهبي انسان پالنه، یهودیت، عیسویت، اسلام، هندوئېزم، سېکېزم، بودېزم، تائوېزم، سینکرېتېزم، اومانېزم، نیوپاګنېزم، اګنوستېزم، پانتهېزم، پانېنتهېزم، پاندئېزم، دیئزېم او د بهايي آئین لارښوونې شاملېږي خو دغو ته نه محدود کېږي. [۸][۹]

د توحید پالونکې نړۍ پالنې بنسټ (UUA) په ۱۹۶۱ زکال کې د امریکا د توحید پالونکي بنسټ چې په ۱۸۲۵ زکال کې تاسیس شوی او د امریکا د نړۍ پالونکې کلیسا (تاسیس: ۱۷۹۳ زکال) له ادغام څخه رامنځته شو. د UUA مرکزي دفتر د ماساچوست ایالت په بوسټون ښار کې دی او کلیساوې یې د متحده ایالاتو په ګڼ شمېر برخو کې فعالیت کوي. د فلیپیني دیرشو ټولنو یوه ډله د UUA د واحد غړي په توګه استازولي کوي. کاناډايي توحید پالونکې شورا (CUC) په ۲۰۰۲ زکال کې په یوه خپلواک بنسټ واوښته. CUC او UUA د توحید پالونکې نړۍ پالنې د نړیوالې شورا له اوولسو غړو څخه دوه دي. [۱۰][۱۱][۱۲]

تاریخچه سمول

نړۍ پالنه سمول

نړۍ پالونکي د اوږده تاریخ لرلو ادعا کوي چې رېښه یې اوریجن او ګریګوري نیسا ته رسېږي، په داسې حال کې چې یو شمېر معاصر څېړونکي دا پوښتنه مطرح کوي چې آیا دغو کلیسايي پلرونو د نړۍ پالنې (نړۍ ژغورنې) دوکتورین تعریف کړي. [۱۳][۱۴][۱۵]

دغه اصلي دوکتورین بیانوي چې د عیسي له لوري هره انساني ارواح ژغورل کېدای شي او لامل ګرځي «هرڅه پخواني حالت» (آپوکاتازیس) ته بدل شي. په ۱۷۹۳ زکال کې نړۍ پالنه په متحده ایالاتو کې د ځانګړې عیسوي فرقې په توګه رامنځته شوه چې بالاخره یې نوم د امریکا په نړۍ پالونکې کلیسا باندې واوښت. د نړۍ ژغورنې لومړنیو امریکايي ملاتړو لکه الحنان وینچسټر، هوسیا بالو او جان موري دا څرګنده کړه چې ټولې ارواه ګانې کامیابۍ ته رسېږي، خو ځینې وختونه د برزخ په څېر له یوې دورې وروسته. عیسوي نړۍ پالونکي د ابدي لعنت دوکتورین رد کوي او په بشپړ مینه ناک خدای باندې د باور څرګندونه کوي چې بالاخره ټول انسانان ژغوري. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

توحید پالنه سمول

له تاریخي پلوه په درې ګوني توب باندې د ناباورۍ ګڼ شمېر ډولونه په عیسویت کې راڅرګند شوي. دغه اصطلاح کېدای شي د عیسی د ماهیت اړوند هر باور ته اشاره وکړي چې د خدای وحدانیت تائید کوي او د تثلیث لارښونې رد کوي، هماغه ډول چې د مسیحیت په اصلي جریان کې تائید شوي او د عیسوي کشیشانو لومړنۍ نیقیه شورا په ۳۲۵ زکال کې تائید کړې. په درې ګوني توب ناباوري د الهیاتي ګډوډۍ پر مهال په پروتستانتي اصلاحاتو کې دود وه. هسپانوي ډاکټر مایکل سروتروس د بایبل له مطالعې وروسته دې پایلې ته ورسېد چې د دري ګوني توب اصطلاح هماغه ډول چې په سنتي توګه تصور کېږي د بایبل پر بنسټ نه ده. د دري ګوني توب یا تثلیت او عیسویت پالنې اړوند د هغه کتابونو یو لړ جنجالونه راپارول. سروتوس بالاخره ونیول شو او د بدعت په جرم محکوم شو، همدا و چې په ۱۵۵۳ زکال کې په جینوا کې وسوزول شو. [۲۰]

د «توحید پالنې» اصطلاح د هنري هډوورث له خوا انګلیسي ژبې ته لار ومونده چې هغه ترې د لائلیو سوزیني او پولنډي سوسیني د لارښونو په برخه کې ګټنه کړې وه. د ۱۶مې پېړۍ په دویمه نیمايي کې وحدت پالونکې کلیساوې په رسمي توګه په ترانسیلواني او په پولنډ کې د سوسینیانو له خوا تاسیس شوې. په همدغو ځایونو کې د اروپا د مذهبي آزادۍ لومړني دوکتورین (له ۱۵۵۷ زکال څخه تر ۱۵۶۸ زکال کې د څو شورا ګانو له خوا) د یوازني توحید پالونکي جان سیګیزموند تر نظر لاندې چې د هنګري پاچا او د ترانسیلوانیا شهزاده و رامنځته شول. توحید پالونکې کلیسا نه یوازې دا چې درې ګونی توب (تثلیث) یې رد کړ په ډېری نورو مواردو کې یې د جبر او اصلي ګناه موضوعات چې د اګوستین کرګډن له خوا مطرح شوي او همدارنګه د عیسی ځای نیونکې کفاره چې د آنسلم کانټربري او جان کالون له خوا مطرح شوې وې رد کړل. د توحید پالونکي خوځښت په لومړیو کې د عیسې پېژندنې ګڼ شمېر ډولونو شتون درلود چې بالاخره مسلطه عیسي پېژندنه په پسیلنټروپېزم (psilanthropism) واوښته: دا چې عیسی نارینه و او له خدای سره یې ځانګړې اړیکه لرله.[۲۱]

ایمان، عهد او کتاب سمول

توحید پالو نړۍ پالونکو یو غیر اعتقادي آئین ځانته ټاکلی دی. د دوی فردي باورونه تنوع لري او د یو بل باورونه او دودونه په زغم کولو سره مني. توحید پاله نړی پالونکي پر لارښوونو یا اعتقادي نظامونو باندې د تمرکز او یا هم د محدود مذهبي دود ساتلو پر ځای ډېر اهیمت هغو متقابلو ژمنو یا توافقاتو ته ورکوي چې د دوی په دیني ټولنه کې رامنځته شوي. دغه خوځښت ته اړوندې ټولنې او غړي بنسټونه د اوو اصولو په «تائید او ترویج» او د «شته دودونو» په منلو سره چې شپږ منابع رانغاړي او د پراخې کچې بشري پوهې او تجربې څخه درک شوي، هوکړه لري.  [۲۲][۲۳][۲۴]

اووه اصول سمول

هغه اصول، مقاصد او منابع چې په ۱۹۶۰ زکال کې په تصویب رسېدلي د توحید پالونکې نړۍ پالنې د بنسټ په اساسنامه کې راوړل شوي:[۲۵]

موږ او د توحید پالونکې نړی پالنې د بنسټ غړیتوب لرونکې ټولنې ژمنه کوو چې لاندې موراد تائید او ترویج کړو:

  1. د هر کس ذاتي قدر او ځایګی؛[۲۶]
  2. په انساني اړیکو کې عدالت، انصاف او شفقت؛[۲۷]
  3. زموږ په ټولنو کې د یو بل منل او معنوي ودې ته هڅول؛[۲۸]
  4. د حقیقت او معنا لپاره آزادانه او مسئولانه لټون؛[۲۹]
  5. زموږ په ټولنو او په ټولیزه توګه زموږ په عمومي ټولنه کې له دیموکراتیک بهیر څخه ګټنه او وجداني حق ته پام؛[۳۰]
  6. په نړیواله ټولنه کې د ټولو لپاره د سولې، آزادۍ او عدالت موخه؛[۳۱]
  7. د ټولې هستۍ شبکې ته احترام چې موږ هم د هغو برخه یو.[۳۲]

شپږ منابع سمول

توحید پالونکې نړۍ پالنه د معنوي ودې او پراختیا په برخه کې په فردي او ټولنیز مسئولیت ټینګار لري. د دغه باور په اساسنامه کې شپږ منابع یاد شوي چې کړنلار یې د هغو پر بنسټ ده: [۳۳]

  1. د هغې عالي اړیکې سره مستقیمه تجربه چې په ټولو کلتورونو کې تائید شوې، زموږ د ارواه ګانو د تجدید او پراختیا لامل ګرځي او د هغه قدرت خوا ته مو هدایت کوي چې موږ یې پیدا کړي یو او ساتنه مو کوي؛
  2. د هغو نبوي کسانو خبرې او چلن چې موږ یې له شیطاني جوړښتونو او ځواکونو سره د مبارزې په موخه د عدالت، شفقت او مینې راوړونکي ځواک لوري ته بللي یو؛
  3. په نړۍ کې د ټولو ادیانو هغه حکمتونه چې موږ ته د اخلاقي او معنوي ژوندانه په ډګر کې الهام بخښي؛
  4. د یهودیت او عیسویت هغه لارښوونې چې موږ دې ته رابولي څو د خدای مینې ته له خپل ځان او ګاونډیو سره په مینې کولو ځواب ورکړو؛
  5. هغه انسان پالونکې مذهبي لارښوونې چې موږ ته لارښوونه کوي څو عقلي او علمي نتایجو ته پام وکړو او د ارواه ګانو د ذهني او روحي بت پرستۍ څخه ډډه وکړو؛
  6. د ځمک محوره سنتونو معنوي لارښونې چې د ژوندانه د سپېڅلې کړۍ ستاینه کوي او موږ ته امر کوي څو د طبیعت له ریتم سره برابر ژوند وکړو. [۳۴]

سرچينې سمول

  1. "Believe". United Kingdom: Unitarian. د اصلي آرشيف څخه پر June 5, 2014 باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. "Unitarianism and Unitarian congregations". South Africa: Unitarian. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ نومبر ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. "Unitarian Universalist Principles and Sources". Canadian Unitarian Council. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ نومبر ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "4th Principle: A Free and Responsible Search for Truth and Meaning". Unitarian Universalist Association. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اگسټ ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "7th Principle: Respect for the interdependent web of all existence of which we are a part". UUA. 15 September 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Buehrens, John A. (2010-03-08). "Sacred Texts in Unitarian Universalism". UUA.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. "Unitarian-Universalism". Adherents. Archived from the original on April 20, 2013. د لاسرسي‌نېټه April 19, 2013. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  8. "Muslim Unitarian Universalists". 15 September 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Our Minister, Unitarian Universalist Fellowship of Los Gatos, 6 September 2013, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ ډيسمبر ۲۰۲۰ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۲ منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Harvard Divinity School: Timeline of Significant Events in the Merger of the Unitarian and Universalist Churches During the 1900s
  11. "CUC-UUA Transition – Canadian Unitarian Council". cuc.ca. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ فبروري ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Daniel McKanan, "Unitarianism, Universalism, and Unitarian Universalism", Religion Compass 7/1 (2013), 15.
  13. Westminster Origen Handbook
  14. Ludlow, Morwenna. (2000). "Universal Salvation: Eschatology in the thought of Gregory of Nyssa and Karl Rahner". New York; Oxford University Press.
  15. Stone, Darwell. (1903). Outline of Christian Dogma. New York: Longmans, Green & Co. p. 341.
  16. "History of Unitarian Universalism". UUA.org. October 9, 2014. د اصلي آرشيف څخه پر February 4, 2010 باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. William Latta McCalla (1825). Discussion of universalism. p. 105. "THIRD UNIVERSALIST ARGUMENT. As it is a fact that many Universalists advocate a sort of purgatory, a concise notice will be taken of those texts which are erroneously thought to countenance that doctrine."
  18. "Church Lays Corner Stone In New Hampshire". 21 July 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. "Google Sites". sites.google.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ مارچ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. "Michael Servetus Institute; Times that Servetus lived". Miguelservet.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Harris, MW. Unitarian Universalist Origins: Our Historic Faith
  22. "Beliefs & Principles". د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. "The Seven Principles". د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. "Sources of our living tradition". د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. "Unitarian Universalist Association Bylaws and Rules as amended through July 1, 2017" (PDF). Unitarian Universalist Association. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. "1st Principle: The Inherent Worth and Dignity of Every Person | UUA.org". UUA.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. "2nd Principle: Justice, Equity and Compassion in Human Relations | UUA.org". UUA.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. "3rd Principle: Acceptance of One Another and Encouragement to Spiritual Growth in Our Congregations | UUA.org". UUA.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. "4th Principle: A Free and Responsible Search for Truth and Meaning | UUA.org". UUA.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. "5th Principle: The Right of Conscience and the Use of the Democratic Process Within Our Congregations and in Society at Large | UUA.org". UUA.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. "6th Principle: The Goal of World Community with Peace, Liberty, and Justice for All | UUA.org". UUA.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. "7th Principle: Respect for the Interdependent Web of All Existence of Which We Are a Part | UUA.org". UUA.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. "Sources of our living tradition". د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. Warren R. Ross (November–December 2000). "Shared values: How the UUA's Principles and Purposes were shaped and how they've shaped Unitarian Universalism". UUWorld. Unitarian Universalist Association of Congregations. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۰۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)