تاند

ویب پاڼه چې په پښتو او انګلیسي لیکنې خپروي
(له تاند (وېبپاڼه) نه مخ گرځېدلی)

تاند (په انگرېزي: Taand) يوه دوه ژبنۍ وېبپاڼه ده چې په پښتو او انگرېزي ژبه ليکنې او مطالب خپروي. د دغې وېبپاڼې بنسټ د ٢٠٠٧ز کال په اپرېل کې د ځينو ليکوالو له خوا ايښودل شوی. دغه وېبپاڼه د خپلو همکارانو په مرسته له افغانستان او نورو هیوادونو په منظم ډول خبرونه، سیاسي، ادبي او ټولنیزې لیکنې خپروي. تاند د کې د ځينو ليکوالو له خواماشومانو لپاره د پل په نوم، د سپورت د مینه والو لپاره سپورت همداراز انګلیسي ویبپاڼې هم لري.

دوتنه:.jpg

مخينه سمول

تاند په پښتو او انگرېزي ژبو ليکنې خپروي، چې تر ٢٧٠٠٠ زياتې ليکنې يې خپرې کړي. ١٤٢١ کسانو په تاند کې خپل برېښناليکونه ثبت کړي، چې وخت ناوخت ځينې عاجل خبرونه په خپل برېښناليک کې ترلاسه کړي.د تصويري خبرونو شمېر يې ٦٧٧ دى او تاند په خپله کاري موده کې ٥٤ نظرپوښتنې کړي، چې وايبره يې په پاڼه کې موندلاى شئ. تاند د ٢٠٠٧م زېږدي کال د اپرېل له ٦ مې په فعاليت پيل کړى چې تر اوسه يې په منظم ډول بېلابېل خبري او مالوماتي مطالب خپاره کړي او هڅه يې کړې، د نړيوالو اژانسونو په څېر مهم خبرونه ژر تر ژره تر نورو مخکې له ټولو جزئياتو سره لوستونکو ته ورسوي. په خبري برخه کې ډېر گړندي ملکاران دننه په افغانستان او نورو سیمو کې هم لري . تر اوسه د تاند د فعاليت له پيل څخه پر تاند څو ځلې د هککرانو له لوري بريدونه هم شوي او يو ځل د تاند ټول مطالب هم ړنگ کړل شوي، خو وروسته ٩٩ سلنه مطالب یې بېرته په ارشيف کې خوندي کړای شول.

له نړيوالو اژانسونو سره برابري سمول

تاند له هغو پاڼو څخه ده چې له نړيوالو ويبپاڼو، اژانسونو او ورځپاڼو بېلابېلې ليکنې ژباړي او خپروي. د پاڼې يوه ځانگړنه دا ده چې تاند تر نورو چټکه ده او هڅه کوي خپله بېطرفي وساتي.

روغتيايي پوښتنې-ځوابونه سمول

د خبري مطالبو، ليکنو او شننو تر څنگ په تاند کې بله ځانگړنه دا ده چې لوستونکي خپلې روغتيايي پوښتنې له پرلیکه ډاکټر سره شريکوي او پر لیکه ډاکټر په تفصيل سره ځواب ورته ليکي. دا برخه په نورو پاڼو کې نه شته.

سرچینې سمول

  1. http://who.is/whois/www.taand.com

باندنۍ تړنې سمول

Domain Name: TAAND.COM Registry Domain ID: 912718116_DOMAIN_COM-VRSN Registrar WHOIS Server: whois.bluehost.com Registrar URL: http://www.bluehost.com/ Updated Date: 2014-03-22T04:20:23Z Creation Date: 2007-04-06T13:51:26Z Registrar Registration Expiration Date: 2015-04-06T13:51:26Z

  • تاند وېبپاڼه [۱]
  1. http://www.taand.com