تانبه:درملګري

مخپاڼه   وېشنيزې او سکالو   تانبې او پروژې
سمول  

درملګرۍ تانبه


درملګري طب له ناروغ څخه د پالنې او د ناروغیو د تشخیص، وړاندوینې، مخنیوي، درملنې، د ټپونو یا ناروغيو تسکین او د روغتیا د غښتلتیا علم او عمل دی. په طب کې د روغتیا پالنې بېلابېلې طریقې شاملې دي چې د روغتیا د خوندیتوب او بیارغونې لپاره د ناروغیو د درملنې او مخنیوي لپاره رامنځته شوی. معاصر طب له حیاتي/بیومېډيکل علومو، طبي څېړنو، جنتیک او طبي تکنالوژۍ څخه د ناروغیو د تشخیص، درملنې او د ټپونو او ناروغیو د مخنیوي لپاره کار اخلي، چې معمولاً د درملو یا جراحۍ او همداراز د بېلابېلو درملنو لکه (external splints and traction) او اروايي درملنې، طبي وسایلو لکه بیولوژیکي او ایوني وړانګو لارې ترسره کېږي. طب له تاریخ څخه مخکې دورو کې پلي شوی، چې په ډېری دورو کې یو هنر ګڼل شوی (د پوهې او هنر برخه) چې تر ډېره د ځايي کلتور له مذهبي او فلسفي بارونو سره په اړیکه کې و. د مثال په ډول، یو درمل جوړوونکي به له درملیزو بوټو څخه کار اخیست او د شفا لپاره به یې دعا کوله، یا به هم یو لرغوني ډاکتر یا فلیسوف د هېمورویزم (humorism) له تیوري سره سم د وینې‌بهولو/ bloodletting (په سنتي طب کې له بدن څخه د مضرې وینې ایستل) په وروستیو پېړیو کې د مدرن علم له ظهور سره، طب تر ډېره د علم او هنر په یو ترکیب بدل شوی چې د طب تر چتر لاندې دواړه اساسي او تطبیقي علوم په کې شامل دي. د بخۍ لپاره د ګنډلو تخنیکونه هغه هنر دی چې په تمرین کولو سره زده شوی، دا چې د حجرې او مالیکول په سطحه په ګنډل کېدونکي نسج کې څه پېښږي دا پوهه له سانیس څخه اخیستل کېږي.نور...

سمول  

غوره ليکنه

درملیز قانون (کتاب) د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا د درملني قانون ( القانون في الطب ; لاتیني Canon Medicinae ) د طب یوه پوهنغونډه (کتاب) ده چې په پنځو کتابونو کې دافغانستان دمشهوره عالم، فیلسوف اودکتور ابوعلی ابن سینا لخوا تالیف شوې ده او په 1025 زیږدیز کال کې بشپړ سوه . مخینه[سرچينه سمول] القانون شاید یو له خورا مشهور او اغیزمنو لومړنیو کتابونو څخه وي، چې په وروستیو تخلیقاتو اغیزه کوي. دا د اسلامي نړۍ د معاصر طبي پوهې اوپه منځنیو اسلامي پېړیو کي دافغانستان دپوهنیز بهیر یو عمومي درک موږ ته وړاندي کوي . په 12 پیړۍ کې له عربي څخه لاتیني ته ددې کتاب ژباړي دمنځنۍ پیړۍ د درملو په پراختیا خورا اغیزه وکړه اواسلامي نړۍ نن ورځ هم ددغه افغان عالم منندویه ده . القانون د عصري دورې په لومړیو کې د اروپا په پوهنتونونو کې د تدریس لپاره معیاري درسي کتاب وګڼل سو. یاد کتاب په منځنۍ اروپا او اسلامي نړۍ کې د درملو معیارونه ټاکل او په اروپا کې د 18 پیړۍ په اوږدو کې دمعیاري طبي کتاب په توګه کارول کیدی. دالقانون کتاب لمړی برخه ابن سینا په 403هجری اوپاته برخي یې تر 415 هجری قمری پوري خپرې کړې.

سمول  

نوميالی درملګر

تیموتی فرانسېس لیری (زوکړه: د ۱۹۲۰ زکال د اکتوبر ۲۲ مه – مړینه: د ۱۹۹۶ زکال د مۍ ۳۱ مه) امریکایي ارواه پوه او لیکوال و چې د اروايي بدلون کوونکو درملو څخه د کلک ملاتړ له امله شهرت لري. د لیري چارې د ګستاخانه وړاندوینو او منفورو تبلیغاتو په توګه په دوه ګوني ډول ارزول کېږي. الن ګینزبرګ نوموړی «د امریکایانو د آګهۍ اتل» او ټام رابینز بیا «شجاع ارواه پوه» بللی. لیری د هاروارډ پوهنتون د درملګر ارواه پوه په توګه په مکسیکو کې په جادویي مرخېړیو باندې له څرګندې ازموینې وروسته په هاروارډ کې د سیلو سایبین پروژې بنسټ کېښود. نوموړي له ۱۹۶۰ زکال څخه تر ۱۹۶۲ زکال پورې د دغې پروژې مشري وکړه؛ هغه د لایزرژیک اسید دی اتیل امید (ال اس ډي) او سیلوسایبین اغېز چې په متحده ایالاتو کې قانوني و د کانکورډ بندخونې په ازمویښتي پروژه او د مارش چپل په ازمویښتي پروژه کې وڅېړه. د هاروارډ د علمي پلاوي ډېری غړو د هغه د څېړنو علمي او اخلاقي مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوست ځکه هغه اروایي تغیر راوړونکي درمل د خپلو موضوعاتو د موندنې په موخه کارول او همدارنګه یې په زده کړیالانو باندې فشار راوړ څو له هغو کار واخلي. د رابرټ تورمن په نامه د هغه یو زده کوونکی دا ردوي چې لیری دې زده کوونکي په زور اړ کړي وي له دغو درملو ګټه واخلي. هاروارډ د ۱۹۶۳ زکال په مۍ میاشت کې لیري او د هغه همکار ریچارډ الفرت (چې وروسته د رام داس په نوم پېژندل کېده) له خپلو دندو ګوښه کړل. ډېری خلک په هاروارډ کې د رواني حالت ګرځونکو درملو د کارونې په رسوایۍ وروسته خبر شول.نور

سمول  

غوره انځور

د میندوارۍ په اوومه اوونۍ کې د انسان جنین انځور.

سمول  

پوهېږئ

ايا پوهېدئ؟ د پولیو پېښه او د پولیو وایرس چې په چاپېريال کې شتون ولري ترمنځ توپير لري. پولیو یا د ګوزڼ ناروغي چې کوم ماشوم فلج کړي هغه ته د پولیو پېښه ویل کیږي خو کله چې د پولیو وایرس په چاپېريال کي وموندل شي نو دا په محیط کي د پولیو وایرس د شتون په مانا دی. په محیط کي د پولیو وایروس شتون ټول ماشومان په دې ناروغۍ د اخته کېدو له خطر سره مخ کوي.

سمول  

نورې تانبې

شمېرپوهنه فيزيک تاريخ فلسفه ځمکپوهنه بيولوژي کېميا ستورپوهنه‏ ادبيات تېکنالوژي درملګري
سمول  

د ويکيمېډيا په نورو پروژو کې

تاسې د ويکيمېډيا په نورو پروژو کې هم دا موضوعگانې پلټلی شئ :

ويکي کتابونه
کتابونه

ويکي خونديځ
خونديځ

ويکي خبرونه 
خبرونه

ويکي وراشه 
سوالونه

ويکي سرچينه 
ويکي سرچينه

ويکي پوهنتون
ويکي پوهنتون

ويکيسفر  
ويکيسفر

ويکي سيند 
ويکي سيند

ويکي ډېټا 
ويکي ډېټا

ويکي نوعي 
ويکي نوعي

د همدې مخ حافظه سپينول