بورکينافاسو

(له بورکينا فاسو نه مخ گرځېدلی)

بورکینا فاسو Burkina Faso) په لویدیځې افریقا کې په وچې پورې تړلی یو هیواد دی. پلازنینه یې آواګادوګو او مساحت یې ۰۰۰'۲۷۴ کیلومتره مربع دی، د یاد هیواد رسمي ژبه فرانسوي ده او ۲۲۸'۲۲۸'۱۳ میلیونه وګړي لري.د بورکینافاسو د پیسو واحد د یاد هیواد فرانک (XOF) دی، په ۱۹۶۰ د اګست په ۵ یې له فرانسه نه خپله خپلواکي ترلاسه کړې.

  
بورکينافاسو
بورکينافاسو
بورکينافاسو
بیرغ
بورکينافاسو
بورکينافاسو
نښان

Location of  بورکينافاسو  (په شین رنګ کې د نړۍ پرمخ د بورکینا فاسو هیواد موقیعت) in افریقا  (شین ټکی subregion=the افریقایي ټولنه)  —  [Legend]
Location of  بورکينافاسو  (په شین رنګ کې د نړۍ پرمخ د بورکینا فاسو هیواد موقیعت)

in افریقا  (شین ټکی subregion=the افریقایي ټولنه)  —  [Legend]

Location of  بورکينافاسو  (په شین رنګ کې د نړۍ پرمخ د بورکینا فاسو هیواد موقیعت)

in افریقا  (شین ټکی subregion=the افریقایي ټولنه)  —  [Legend]


شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۱۲°۱۶′۰۰″شمال ۲°۰۴′۰۰″لويديځ / 12.266667°شمال 2.066667°لويديځ / 12.266667; -2.066667   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
پراخوالی 274200 کیلومتره مربع   د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمېنه آواګادوګو   د (P36) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مشرتابه
د حکومت ډول ولسمشريزه (–۲۳ جنوري ۲۰۲۲)  د (P122) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
د خپلواکۍ نېټه ۱۹۶۰  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر 20 کلن
17 کلن   د (P3000) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بې کارۍ کچه 3 سلنه (۲۰۱۴)[۲]  د (P1198) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نورې عددونه او شمېرې
بیړنۍ ټليفون
شمېره
ترافيکي لورۍ ښي لورۍ [۳]  د (P1622) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېب‌پاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ‌‌‌‌‌‌‌‌
د هيواد کوډ BF
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +226  د (P474) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map

بروکينا فاسو (انګليستان: /bɜːrˌkiːnə ˈfæsoʊ/، متحده ايالتونه: /- ˈfɑːsoʊ ، فرانسوي: [buʁkina faso]) د ۲۷۴۲۰۰ کېلومتر مربع (۱۰۵۹۰۰ ميل مربع) پراخوالي په لرلو سره د لويديځې افريقا په وچه کې را ایسار هېواد دی، چې شمال لويديځ ته له مالي، شمال ختیځ ته له نايجير، سويل ختيځ ته له بينين، سوېل ته له ټوګو او غانا او سويل لويديځ ته له (Ivory) ساحل سره پوله لري. نفوس يې (۲۰۳۲۱۳۷۸) تنه دی. پخوا (۱۹۸۴۰۱۹۵۸) ورته د پورته ولټا جمهوريت (Republic of Upper Volta) ويل کېدل، چې د ولسمشر توماس سنکارا (Thomas Sankara) له لورې بورکينا فاسو ونومول شو. اتباع يې د “Burkinabe” (/bɜːrˈkiːnəbeɪ/ bur-KEE-nə-bay) په نوم يادېږي او پلازمېنه او لوی ښار يې واګاډوګو (Ouagadougou) دی. [۴][۵]

په بورکينا فاسو کې تر ټولو لويه توکمي ډله د Mossi خلک دي، چې په ۱۱ او ۱۳ پېړۍ کې په ياده سيمه کې استوګن شول. دوی لکه د Ouagadougou, Tenkodogo او Yatenga په شان پياوړې پاچاهۍ رامنځته کړې. دا هېواد په ۱۸۹۶ ز کال کې د فرانسې د لويديځې افريقا د برخې په توګه د فرانسې له لورې مستعمره شو، چې په ۱۹۵۸ز کال کې (Upper Volta) په فرانسوي ټولنه کې خپلواکه مستعمره شوه. په ۱۹۶۰ ز کال کې يې د ولسمشر “Maurice Yameogo” په مرسته بشپړه خپلواکي تر لاسه کړه. په لومړيو کالونو کې د بې ثباتۍ، وچکاليو، قحطۍ او فساد ښکار وه. په ۱۹۶۶، ۱۹۸۰، ۱۹۸۲، ۱۹۸۳، ۱۹۸۷ ز کلونو کې په کې بېلابېلې کودتاګانې پېښې او په ۱۹۸۹، ۲۰۱۵ او ۲۰۲۲ زکلونو کې په کې د کودتا هڅې وشوې. توماس سنکارا (Thomas Sankara) پر هېواد باندې له ۱۹۸۲ څخه د ۱۹۸۷ز کال کودتا کې د وژل کېدلو تر وخته پورې واکمني وکړه. د يادې کودتا مشري (Blaise Compaore) کوله، چې له بريا وروسته ولسمشر شو او د ۲۰۱۴ ز کال د اکتوبر پر ۳۱ نېټه له واک څخه تر لرې کېدلو پورې يې پر هېواد حکومت وکړ. سنکارا د لوړې هيلې يوه ټولنيزه اقتصادي خپرونه پيل کړه، چې د لوست يا سواد يوه ملي مبارزه، بزګرانو ته د ځمکو بيا وېش، د اورګاډي د پټلۍ او سړک جوړښت او د ښځينه جنسي الې د پرېکولو، د زور ودونو او په يوه وخت کې له يو څخه زياتو مېړونو سره د واده له قانون څخه سرغړونه يې راونغاړله. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

بورکينا فاسو د ۲۰۱۰ ز لسيزې راهيسې په Sahel کې د اسلام پال ترور له راپورته کېدنې څخه په سخت ډول اغېزمن شوی دی. بېلابېلې ملېشې چې يو څه يې له اسلامي دولت (Islamic State “IS”) يا القاعده سره متحدې دي، له مالي او نايجير سره د هېواد په پولو کې فعاليت کوي. د هېواد د ۲۱ ميليونه اوسېدونکو له ډلې له يو ميليون څخه زيات يې د هېواد دننه بې ځايه شوي وګړي دي. د ۲۰۲۲ ز کال د جنوري پر ۲۴ پوځ او «د خونديتوب او بيارغونې لپاره د هېوادپالنې خوځښت» يې په ګډه ځان واکمن اعلان کړ. پوځ وار له مخه د ولسمشر روک مارک کابوري (Roch Marc Kabore) پر وړاندې کودتا کړې وه. د جنوري پر ۳۱ د پوځ دولتي شورا اساسي قانون بيا نوی (تمديد) کړ او “Paul-Henri Sandaogo Damiba” يې د انتقالي ولسمشر په توګه وټاکه. [۱۳]

ياد هېواد د ۱۶۲۶۶ بېليون امريکايي ډالر ناخالص کورني محصول په درلودلو سره يو وروسته پاتې هېواد دی. ٪۶۳ وګړي يې د اسلام او ٪۲۲ يې د عيسويت پيروي کوي. د فرانسوي استعمار له امله د هېواد د حکومت رسمي ژبه او سوداګري فرانسوي ده. ۵۹ هېوادنۍ يا اصلي ژبې په کې ويل کېږي، چې تر ټولو عامه ژبه په کې “Moore” ده چې نږدې ٪۵۰ اوسېدونکي پرې خبرې کوي. بورکينا فاسو د اجرائيه، مقننه او قضايه قوو په درلودلو سره د يو نيمه [مشروطه] ولسمشريز جمهوريت په توګه اداره کېږي. د ملګرو ملتونو، La Francophonie او د اسلامي مرستو سازمان غړيتوب لري. اوسمهال يې له “ECOWAS” او افريقايي ټولنې څخه غړيتوب ځنډول شوی دی. [۱۴][۱۵]

رېښه

ياد هېواد چې وار له مخه د “Upper Volta” جمهوريت و، د ۱۹۸۴ ز کال د اګسټ پر ۴ نېټه د وخت ولسمشر “Thomas Sankara” له لورې بورکينا فاسو (Burkina Faso) ونومول شو. د “Burkina” او “Faso” وییکی په هېواد کې له بېلابېلو ويونکو ژبو څخه سرچينه اخلي: “Burkina” له “Mossi” ژبې څخه اخيستل شوې، چې د «سم، نېغ يا عمود» معنا لري او پر خپل سپېڅلتوب يا رښتينولۍ باندې د خلکو د وياړ کولو څرنګوالی څرګندوي. د “Faso” ويی له “Dioula” ژبې څخه اخېستل شوی دی، چې په انکو کې د ( ߝߊ߬ߛߏ߫ faso) په ډول ليکل کېږي او د «پلارنۍ ځمکې يا د لغت له مخې د پلار کور» معنا لري. د “Burkina” له ويي سره د “-be” وروستاړي يو ځای کېږي، چې د “Burkinabe” ترکيب جوړوي. “Burkinabe” په خپل وار د “Fula” ژبې ويی دی، چې د «ښځو يا سړیو» معنا لري. د امريکا د استخباراتو مرکزي اداره (CIA) د هېواد ايتمولوژي «د رښتينو (فساد نه منونکو) خلکو خاوره» په توګه لنډيز کوي. [۱۶][۱۷]

د “Upper Volta” فرانسوي مستعمره د Volta سيند (تور، سور او سپين اولټا) پر پورتنيو برخو باندې د درک له امله [Upper Volta] ونومول شوه. [۱۸]

تاريخچه

د اوسني بورکينا فاسو شمال لويديځه برخه کې له ميلاد څخه مخکې (۵۰۰۰-۱۴۰۰۰) کلونو کې ښکاري، راټولېدونکي مېښت شول. د کيندنې الې، ترښځ او د غښو د څوکو په ګډون توکي يې د لرغون پېژندنې د کيندنو له لارې په ۱۹۷۳ ز کال کې وموندل شول. کرنيزې استوګنې په کې له ميلاد څخه مخکې د ۳۶۰۰ او ۲۶۰۰ کالونو تر منځ رامنځته شوې. د “Bura” په نوم کلتور د اوسپنې دورې يو تمدن و، چې مرکز يې د اوسني نايجير په سوېل لويديځه برخه او د معاصرې بورکينا فاسو په سوېل ختيځه برخه کې و. د توکو او ټوپکونو لپاره په وېلې کولو او پښ ګرۍ کې د اوسپنې صنعت له ميلاد څخه مخکې ۱۲۰۰ کال پورې په نيمه سهارايي افريقا کې پرمختګ کړی و. تر اوسه پورې د اوسپنې وېلي کوونې ثبوت چې په بورکينا فاسو کې موندل شوی دی، له ميلاد څخه مخکې (۷۰۰-۸۰۰) نېټه څرګندوي او د لرغوني فيروس فلزي دورې نړيواله ميراثي سيمه (Ancient Ferrous Metallurgy World Heritage Site) جوړوي. له درېيمې څخه تر ۱۳ ميلادي پېړۍ پورې د اوسپنې دورې د بورا کلتور د ننني سوېل ختيځ بورکينا فاسو او سوېل لويديځ نايجير په سيمو کې شتون درلود. د اوسني بورکينا فاسو بېلابېلې توکميزې ډلې، لکه “Mossi”، “Fula” او “Dioula” د اتمې او ۱۵ پېړيو تر منځ په پرله پسې څپو کې راورسېدلې. له ۱۱ پېړۍ څخه د Mossi [توکم] خلکو راز راز بېلې پاچهۍ رامنځته کړې. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

له اتمې تر ۱۸ پېړۍ پورې

سيمې ته د بورکينا فاسو د زياتو توکميزو ډلو د راتګ د کره نېټو په اړه د نظر اختلاف دی. د “Proto-Mossi” توکم د اتمې او ۱۱ پېړيو تر منځ د ننني بورکينا فاسو لرې ختيځې برخې ته ورسېدل. “Samo” توکم ۱۵ پېړۍ ته نږدې وختونو کې سيمې ته ورسېدل، “Dogon” توکم د هېواد په شمالي او شمال لويديځو سيمو کې د ۱۵ او ۱۶ پېړيو تر يو څه وخته پورې ژوند وکړ او د هېواد د نفوس جوړښتي نورې توکميزې دلې د همدې وخت پر مهال سيمې ته ورسېدلې. [۲۴][۲۵]

د منځنيو پېړيو پر مهال “Mossi” توکم د “Tenkodogo”، “Yatenga”، “Zandoma” او “Ouagadougou” د پاچاهيو په ګډون څو بېلابېلې پاچهۍ رامنځته کړې. د ۱۳۲۸ او ۱۳۳۸ تر منځ یو څه موده کې موسي جنګياليو پر “Timbuktu” باندې يرغل وکړ، مګر په ۱۴۸۳ ز کال مالي کې يې د “Kobi” په جګړه کې “Songhai” د سني علي (Sonni Ali) له لورې ماته وخوړه. [۲۶][۲۷]

د ۱۶ پېړۍ په لومړيو کې “Songhai” پر ننني بورکينا فاسو باندې د غلامۍ زيات بريدونه وکړل. د ۱۸ پېړۍ پر مهال په “Bobo Dioulasso” کې د ګوېرېکو سترواکي (Gwiriko Empire) رامنځته شوه او توکمي ډلې لکه “Dyan”، “Lobi” او “Birifor” د تور ولټا (Black Volta) په اوږدو کې هستوګن شوې. [۲۸]

وګړي

  یوه بورکینا فاسویي میرمن.

اقتصاد

ایداري وېش

د بورکینا فاسو هیواد د ولایتونو نوملړ.  


  • بوکل دو موهون
  • کاسکادس
  • مرکز
  • مرکز-لویدیځ
  • مرکز-شمال
  • مرکز-ختیځ
  • مرکز-سویل
  • لویدیځ
  • هاوتز-باسیني
  • شمال
  • پلاتیو مرکز
  • ساحل
  • شمال ختیځ

کلتور

جغرافیه

  د بورکینا فاسو طبیعي نقشه.


 

تاریخ

  1.     "د [[:کينډۍ:اسم الصفحة]] اړوند په اوپن‌سټرېټ‌مېپ کي". OpenStreetMap. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مې ۲۰۲۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |تاريخ الوصول= (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  2. http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  3. http://chartsbin.com/view/edr
  4. "burkina-faso noun – Definition, pictures, pronunciation and usage notes | Oxford Advanced Learner's Dictionary at OxfordLearnersDictionaries.com". www.oxfordlearnersdictionaries.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Burkina Faso Population 2021 (Demographics, Maps, Graphs)". worldpopulationreview.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په October 31, 2014 باندې). Violent Protests Topple Government in Burkina Faso. The New York Times.
  7. Tens of thousands attend Burkina Faso protest, Protesters voice opposition to referendum that would allow Blaise Campaore to extend his presidential term, Al Jazeera (Reuters). Last updated: 1 June 2014 01:34.
  8. Burkina Faso Salutes "Africa's Che" Thomas Sankara by Mathieu Bonkoungou, Reuters, 17 October 2007
  9. Thomas Sankara: the Upright Man by California Newsreel
  10. Commemorating Thomas Sankara by Farid Omar, Group for Research and Initiative for the Liberation of Africa (GRILA), 28 November 2007
  11. (په 17 September 2015 باندې). Burkina Faso coup: military says it now controls country after arresting leaders.
  12. "Burkina Faso coup: Michel Kafando reinstated as president". BBC News. 23 September 2015. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  14. Brion, Corinne (November 2014). "Global voices Burkina Faso: Two languages are better than one". Phi Delta Kappan. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Africa :: Burkina Faso – People and Society – The World Factbook – Central Intelligence Agency". cia.gov. CIA. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Africa – Burkina Faso". CIA. 21 December 2018. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Why the name: Burkina Faso?". 12 September 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  19. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  20. Miller, D. E.; Van Der Merwe, N. J. (2009). "Early Metal Working in Sub-Saharan Africa: A Review of Recent Research". The Journal of African History. 35 (1): 1–36. doi:10.1017/S0021853700025949. JSTOR 182719. S2CID 162330270. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Stuiver, Minze; van der Merwe, Nicolaas J. (1968). "Radiocarbon Chronology of the Iron Age in Sub-Saharan Africa". Current Anthropology. 9 (1): 54–58. doi:10.1086/200878. JSTOR 2740446. S2CID 145379030. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. UNESCO World Heritage Centre. "Site archéologique de Bura". UNESCO.
  23. "Ancient Ferrous Metallurgy Sites of Burkina Faso". UNESCO World Heritage List. UNESCO. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Rupley, p. 28
  25. Rupley, p. 27
  26. "Encyclopedia of the Nations." History. Advameg, Inc., n.d. Web. 8 October 2014.
  27. Rupley, p. xxvioi
  28. Rupley, p. xxvix