بربریان یا بربري خلک چې په خپل عصر کې د امازیغ په نامه یادېدل اوپه بربري ژبه کې د امازیغن په نامه و د شمالي افریقا له متنوعو بومي قومي ډلو څخه دي چې مغرب ته د عربانو له رارسېدو د مخه را مڼځ ته شوي دي. د هغوی اصلي اړېکې دهغوی له خوا د بربري ژبو په کارونې پېژندل کېږي چې په متقابل ډول سره پېچلې او د پوهېدو وړ نه دي او د افریقایي آسیایې ژبو د کورني برخه بلل کېږي. د ا خلک  د شمالي افریقا  د مغرب دسیمې بومې خلک دي چې هلته په متفرقو ټولنو کې په مراکش ،  الجیریا، لیبیا او تر کم حده تانزانیا او موریتانیا، شمالي مالي او شمالي نایجیریا کې هستوګنه لري. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

په  شمالي افریقا کې د ډبرې د عصر څخه پاتې د  امازیغن توکم په اړه معلومات د لومړې ځل لپاره د لرغونې مصر به لیکنو کې ذکر شوي دي. له تقریبا ۲۰۰۰ مخزېږدیز کال څخه را په دې خوا، بربري ژبې غرب خواته  د نیل له وادې څخه تر شمالي صحرا پورې مغرب پورې پراخه شوه. د بربري خلکو ټولګې چې ماوري، ماسیسلي، ماسیلي، موسلامي ګایتولي او ګارامانتېس په کې شاملې وې د بربري سلطنتونو د رامنځ ته کېدلو لامل شوې چې د نومیدیا او موریتانیا په نامه یادېدل. نور سلطنتونه هم د لرغوني زمانې په وروستیو کې را منځ ته شوي دي لکه آلتاوا، آوریس، اوارسنیس او هودنا. بربري سلطنونه بلاخره په اومه او اتمه مخزېږديز پېړیو کې د عربې فاتحانو له خوا وځپل شول. دا د عربیزایشن (عربي کولو )په نامه د ژبنی او کلتورې یو شان کولو یوه پروسه وه چې بربري وګړي یې تر اغیزې لاندې راوستل. په عربیزایشن کې په بربرې وګړو کې  عربي ژبې د لومړۍ ژبې په توګه  او کلتور سره تطابق او په اسلام مشرفیدل شامل و.  له اومې مخزېږدیزې پېړۍ څخه را په دې خوا مغرب ته د عربانو کوچېدنو دا پروسه لا ګړندۍ کړه. کله چې د محلې عربو نسبونه د مغرب په یو شمېر سیمو باندې له اومې پېړۍ څخه د واکمنۍ چلولو لپاره راغلي و نو بربري قبیلې په لسمه او یوولسمه پېړیو کې قدرت لرونکو سیاسي ځواکونو په توګه پاته شول جې دا قبیلې د زیریدز، حمادید، د سویلي مغرب په زېناتا کې مختلفې  شاهي کورنۍ  او په اندلس کې د طایفا څو سلطنتونه وې. د اسلام دين له دې وروسته له لسمې پېړۍ تر دیالسمې پېړۍ پورې  د الموراویدس او الموهادس په نامه د بربریانو  دنویو سترواکیو لپاره مفکوروي انګېزې  برابرولې. د هغوی بربري ځای ناستي مارینیدس یانو، زایانیدسیانو اوهفسیدیانو تر شپاړلسمې پېړۍ پورې هلته واکمنۍ چلولو ته دوام ورکړ. له شپاړلسمې پېړۍ را په دې خوا دې پروسې په موروکو کې د بربریانو په غیابت کې دوام وکړ او د بربریانو ځای هغو عربانو ونیو چې د محمد (ص) د نسب دعوه یې کوله.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

بربریان  په څو مختلفو توکمیزو ډلو او ژبو ویشل شوي دی، لکه کابیلیس، چاواویس او ریفیانس. له تاریخي نظره، له سیمې ها خوا بربریان ځانونه یو منفرد کلتوري او ژبنی واحد نه بولي او دهغوی د متفاوتو کلتورونو له امله د بربریانو کومه ستره ټولنه  نه ليدل کېده. هغوی ځانونه بربریانو یا امازیغ ته نه منسوبول بلکه ځانګړې شرایط یې درلودل چې له مخې به یې ځانونه په خپلو ډلو او ټولنو پورې منسوبول. هغوی په ټولیزه توګه په اومه پېړۍ کې د عربو له فتوحاتو وروسته ځانونه بربریانو ته منسوبول او دا جلا والی د فرانسوي استعماري اداره کوونکو له خوا په نولسمه پېړۍ کې زوندی شو.   نن ورځ د بربر اصطلاح یوه توهیني اصطلاح بلل کېږي او ډېري د دې اصطلاح په ځای د امازیغ اصطلاح ښه بولي. د شلمې پېړۍ  له وروستیو راهیسې،  د بربریزم په نامه یو فرا ملي ( نړیوال) چې د بربریزم یا د بربر د کلتور خوزښت په نامه یادېږي د شمالي افریقا د بربري وګړو په منځ کې را منځ ته شوی دی چې د امازیغ توکمیز هویت ته ارتقا ورکړي او د سترو ژبنیو او کلتوري حقونو د پېژندنې لپاره مبارزه وکړي.  [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

نوم سمول

په انګلیسي ژبه کې، د شمالي افریقا د مغرب د سیمې وګړي په ټوله کې بربریان یا امازیغ په نامه یادېږي. د امازیغن مفرد حالت هم په انګلیسي ژبه کې کله ناکله کارول شوی دی. په داسې حال کې چې د انګلیسي ژبې وینوکو تر منځ په پراخه کچه پېژندل شوې ده، د دې ژبې کارول له دې امله د بحث وړ موضوع ده چې دا ژبه داسې ژبه ده چې دا نوم ورکړل شوی دی ( بومي نه دی) او اوس د عربې نوم بربري سره برابره ده. له تاریخې اړخه، بربریانو به ځانونه بربر یانو ته نه منسوبول مګر خپل ځانګړې شرایط به یې درلودل چې له مخې یې ځان منسوب کړي.  د مثال په ډول کابیلیس خلک د لیکا بایل اصطلاح کاروی چې ځانونه خپلو خلکو ته منسوب کړي، همدارنګه چا اویس خلکو به ځانونه بربریانو یا امازیغ په ځای  اېشاواین پېژندل.   د نومیدین، ماوري او لیبو پخواني وګړي په ټوله کې تقریبا اوسنیو بربریانو ته ویل کېدل. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

له تاریخ دمخه سمول

باور دا دی چې د شمال لویدیځې افریقا د مغرب سیمې کم له کمه  ۱۰۰۰۰ مخزېږدیز څخه را په دې خوا د بربریانو مېشت ځای و. د مغارو انځورونه چې له اوس څخه ۱۲۰۰۰ کاله قدامت لری د جنوب شرقي الجیریا ړ تاسلی آجر په سیمه کې موندل شوي دي. په ډبرو باندې رسامۍ د لیبیا د دښتې په تادرارت آکاکوس سیمه کې کشف شوې دي. د ډبرې په نوي عصر پورې اړونده ټولنه چې د اهلي کېدو او معیشتي کرهنې په واسطه پېژندل شوې ده او تاسیل نقاشیانې په کې په پریمانه توګه ښودل شوې دي د ۲۰۰۰ او ۶۰۰۰ مخزېږدیزو کلونو منځ کې ( تر کلاسیکې دورې پورې) د شمالي افریقا د  مدیترانې د ساهران په سیمه کې ( مغرب) پراختیا موندلې ده او غلبه یې تر لاسه کړې ده. [۲۷]

د اوران په سیمه کې تیفیناغ ډبرلیکې چې له تاریخ پخوا زمانې پورې اړه لري موندل شوې دي. له رومیانو څخه پخوا عصر کې، مخکې له دې چې پاچا ماسینیسا د نومیدیا خلک سره متحد کړې د ماسیلي څو خپلواک پرله پسې دولتونه موجود و. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

تاریخ سمول

د شمالي افریقا هغه سیمې چې د بربر ژبه او رسوم یې  په ښه توګه ساتلي دي په ټوله کې په الجیریا، لیبیا، مراکش او تونس کې پرتې دي. په بربر پورې اړونده ډېری کلتورونه لاهم د ممتازو کلتورو په منځ کې په مراکش او الجیریا کې په تېره بیا د کابیلیا، اوروس او اتلس غرونو کې نمانځل کېږي. د کابیلیا خلک د شمالي اقریقا له هغو کمو خلکو و چې د رومیانو، بیزانتینانو، واددلانو، عثماني ترکانو او کارتا ګینیانو له پرله پسې واکمنیو څخه خپلواک پاتې و، حتی  په شمالي افریقا کې د عربو له فتوحاتو وروسته هم کابیلیانو د خپلو غرونو مالکیت په خپل لاس کې ساته.    [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

نسبونه سمول

افسانه پوهنه سمول

د رومي تاریخ پوه ګایوس سالیستیوس کریسپوس په وینا، د شمالي افریقا اصلي خلک ګاتیو لیان او لیبیایان دي، هغوی له تاریخ مخکې خلک و چې افریقا ته له ابریا څخه اووښتی و، وروسته هرکولېس او دهغه پوځ له ابریا حخه شمالي افریقا ته تېر شو چې هلته یې پوځونو له محلي خلکو سره ودونه وکړل اوسیمه کې دتل لپاره مېشت شول،  د ده په پوځ کې د ماد خلکو چې لیبیایانو سره یې ودونه وکړل د ماور خلک ترې پېدا شول او د  ده د پوځ له بلې برخې نوماداس خلک پېداشول چې نن ورځ نومیدین بلل کېږي اووروسته یې د ماسینیسا په واکمنۍ کې په شمالي اقریقا کې ټول بربرې ډلې سره متحدې کړې.

سرچينې سمول

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. Aïtel, Fazia (2014). We are Imazigen : the development of Algerian Berber identity in twentieth-century literature and culture. Gainesville, FL: University of Florida Press. OCLC 895334326. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8130-4895-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. (په January 25, 2010 باندې). [{{{url}}} Moroccan minority's net gain]. Variety. Penske Business Media, LLC
  8. "Berber". Encyclopædia Britannica. 
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. Margaret M. Vale (2015). Siwa: Jewelry, Costume, and Life in an Egyptian Oasis. American University in Cairo Press. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. History of the Amazigh People study.com
  12. Fischer-Lichte, Erika; Sugiera, Małgorzata; Jost, Torsten; Hartung, Holger; Soltani, Omid (2022). Entangled Performance Histories: New Approaches to Theater Historiography. Taylor & Francis. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1000825923. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. "Berber | Definition, People, Languages, & Facts | Britannica". 23 May 2023. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  15. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  16. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  17. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  19. Aïtel, Fazia (2014). We are Imazigen : the development of Algerian Berber identity in twentieth-century literature and culture. Gainesville, FL: University of Florida Press. OCLC 895334326. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8130-4895-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Ilahiane, Hsain (2017). Historical dictionary of the Berbers (Imazighen) (چاپ 2nd). Lanham, Maryland: Rowman & Littlefield. OCLC 966314885. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4422-8182-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Maddy-Weitzman, Bruce (2011). The Berber Identity Movement and the Challenge to North African States. University of Texas Press. د کتاب پاڼي 14–17. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780292745056. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. (په January 25, 2010 باندې). [{{{url}}} Moroccan minority's net gain]. Variety. Penske Business Media, LLC
  23. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  24. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  25. Maddy-Weitzman, Bruce (2022). Amazigh politics in the wake of the Arab Spring. Austin: University of Texas Press. OCLC 1255524815. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4773-2482-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Zimmermann, K. (2008). "Lebou/Libou". Encyclopédie berbère 28–29 | Kirtēsii – Lutte. Edisud. 4361–4363. DOI:10.4000/encyclopedieberbere.319. 
  27. Hsain Ilahiane (17 July 2006). Historical Dictionary of the Berbers (Imazighen). Scarecrow Press. د کتاب پاڼې 112. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8108-6490-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Histoire de l'émigration kabyle en France au XXe siècle: réalités culturelles ... De Karina Slimani-Direche
  29. Les cultures du Maghreb. Maria Àngels Roque, Paul Balta, Mohammed Arkoun
  30. Dialogues d'histoire ancienne à l'Université de Besançon, Centre de recherches d'histoire ancienne
  31. Tiliouine, Habib; Estes, Richard J., سمونګران (2016). The State of Social Progress of Islamic Societies: Social, Economic, Political, and Ideological Challenges. Springer. د کتاب پاڼې 115. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783319247724. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. Eur. The Middle East and North Africa: Pg 156. Psychology Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781857431322. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. Walmsley, Hugh Mulleneux (1858). "Sketches of Algeria During the Kabyle War By Hugh Mulleneux Walmsley: Pg 118". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. Wysner, Glora M. (30 January 2013). The Kabyle People By Glora M. Wysner. Read Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781447483526. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. The Encyclopedia Americana, Volume 1: Pg 568. Grolier. 1990. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780717201211. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. "The art journal London, Volume 4: Pg 45". 1865. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  37. Field, Henry Martyn (1893). "The Barbary Coast By Henry Martyn Field: Pg 93". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)