بخارست (په رومانیایي:Bucureşti) د رومانیا پلازمېنه او یو له سترو ښارونو څخه دی. همدا شانې بخارست د رومانیا د سوداگری او صنعت مرکز هم دی، په کال ۲۰۰۹ د جنوري په لومړی د بخارست په ښار کې د وگړو شمیر ۱،۹۴۴،۳۶۷ تنو ته رسیده چی د وگړو د شمیر له مخې دغه ښار د اروپایي اتحادیې شپږم ستر ښار گڼل کیږي.

بخارست
(رومانیائی: București د (P1448) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د بخارست انځور
د بخارست انځور
د بخارست انځور

بخارست
بخارست

Map
کورډېناټونه: ۴۴°۲۴′۰۰″شمال ۲۶°۰۵′۰۰″ختیځ / 44.4°شمال 26.083333333333°ختيځ / 44.4; 26.083333333333[۱]  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۲]
د رامنځته کېدو نېټه ۱۴۵۹  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هېواد د رومانیا پاچاهي (۱۰ مې ۱۸۶۶–۲۹ ډيسمبر ۱۹۴۷)[۳]
رومانیا (۲۷ ډيسمبر ۱۹۸۹–)[۴][۳]  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوی وېش رومانیا  د (P131) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمینه د:
رومانیا (۲۲ ډيسمبر ۱۹۸۹–)  د (P1376) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پراخوالی
 • پراخوالی 226 کیلومتره مربع  د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوړوالی 70 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه 1716961 (۱ ډيسمبر ۲۰۲۱)[۵]  د (P1082) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وروستي مالومات
وخت زون یوټی‌سی ۲:۰۰+  د (P421) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوستخونې شمېره 010011–062397[۶]  د (P281) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيو کوډ 683506  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آی اېس او 3166 RO-B[۷]  د (P300) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
موټر پلېټ
د (P395) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

بوکرېسټ د رومانيا پلازمېنه، تر ټولو لوی ښار او همدارنګه د هېواد کلتوري، صنعتي او مالي مرکز دی. دا شار د هېواد په سويل ختيځ کې د دامبوويتا سيند (Dambovita River) پر څنډو پروت دی، چې د دانيوب سيند (Danube River) شمال او بلغاريايي پولې ته له ۶۰ کېلومتر (۳۷،۳ ميل) څخه لږ واټن لري.

په لومړي ځل د ۱۴۵۹ ز کال اسنادونو کې د بوکرېسټ يادونه شوې وه. دا ښار په ۱۸۶۲ ز کال د رومانيا پلازمېنه شوه او د رومانيايي رسنيو، کلتور او هنر مرکز دی. معماري يې د تاريخي (زياتره له هر ځای څخه غوره کوونکی يا ګلچين، مګر نيوکلاسيکي او هنري نو “Art Nouveau” هم دی)، interbellum (Bauhaus، Art Deco او د روماني نوي والي “Romanian Revival” معماري) سوسياليستې او معاصرې دورې ګډه بڼه يا جوړښت دی. د دوه نړيوالو جګړو تر منځ دوره کې د ښار د غوره ذوق يا ظريفه معمارۍ او د خپلې ممتازې پرګنې کمال بوکرېسټ ته د «د ختيځ د پاريس» (رومانيايي: Parisul Estului) يا «کوچني پاريس» وړ نوم تر لاسه کړ. که څه هم د جګړې، زلزلو او ان د نيکولای سيسيسکيو (Nicolae Ceausescu) د ډلبندۍ خپرونې له امله د تاريخ ښار مرکز کې ودانې او سيمې سختې ويجاړې شوې وې، مګر بيا هم زياتې ودانې او سيمې بيا هم روغې پاتې شوې او بيا له سرې ودانې شوي دي. په وروستيو کالونو کې بوکرېسټ ښار يوه اقتصادي او کلتوري وده ازمايي. دا ښار د “Financial Times”، “CBRE”، TechCrunch” او نورو د راپورونو له مخې په اروپا کې د لوړې تکنالوژۍ د تر ټولو چټک وده وال ښارونو له ډلې څخه دی. د UiPath په نوم د نرمغالي نړيوال شرکت چې په بوکرېسټ کې جوړ شوی نړيوال پيل دی، په ارزښت موندنه کې له ۳۵ بيليون ډالرو څخه زياتې کچې ته رسېدلې دی. بوکرېسټ له ۲۰۱۹ ز کال راهيسې په سويل ختيځه اروپا (Roman Blockchain Summit) کې د خورا لوړې تېکنالوژۍ د ناستې کوربه توب کوي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

په ۲۰۱۶ ز کال کې د تاريخي ښار مرکز د نړيوالو يادګارونو د څار سازمان له لورې له ګواښ سره د مخ مرکز په توګه لښتليک شوی و. بوکرېسټ په ۲۰۱۷ ز کال کې د ښار منزلونو د ماسټر کارت نړيوال لړيال “Mastercard Global Index of Urban Destinatins” د راپور له مخې، د شپې له خوا د پاتې کېدونکو ګرځندويانو د تر ټولو لوړې ودې درلودونکی اروپايي ښار و. د تېرو دوه پرله پسې يعنې ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ ز کالونو لپاره دې ښار د هغه اروپايي منزل ځای خپل کړ، چې د ورته څېړنې له مخې د پرمختګ لپاره تر ټولو لوړ بالقوه ځواک لري.[۱۹][۲۰][۲۱]

د ۲۰۱۱ ز کال سرشمېرنې له مخې د ښار د پولو دننه ۱۸۸۳۴۲۵ تنه اوسېدونکي ژوند کوي. ښاري سيمې ته د نږدې پيرو ښارګوټو په ورزياتولو سره د بوکرېسټ اټکل شوې ښاري سيمه ښايي ۲،۲۷ ميليون نفوس ولري. په ۲۰۲۰ ز کال کې حکومت د وبا راپورونو د بنسټ په توګه د ۲،۵ ميليون وګړو ګڼه وکاروله. دا ښار له برلين، مادريد او روم څخه وروسته د ښار د پولو دننه د نفوس له مخې د اروپايي ټولنې څلورم لوی ښار دی او يوازې له پاريس څخه مخکې ځای لري.[۲۲][۲۳]

بوکرېسټ په اقتصادي ډول د رومانيا تر ټولو هوسا او نېکمرغه ښار دی. دا ښار يو شمېر پراخه دوديزې اسانتياوې، د زده کړې بنسټونه، کلتوري ارزښتونه، د خرڅلاو دوديز سر پوښلې لارې او د وخت تېرۍ سيمې لري.[۲۴]

د ښار مناسبوالی په اداري ډول د « بوکرېسټ ښاروالۍ» په توګه پېژندل کېږي او د يوې ملي ولسوالۍ غوندې ورته اداري کچه لري، چې په نورو شپږو څانګو باندې وېشل شوې ده او هره څانګه يې د يو سيمه ييز يا ځايي ښاروال له لورې اداره کېږي.

ايتمولوژي

رومانيايي (Bucuresti) نوم ناتاييد شوی اصل لري. دود د بوکرېسټ رامنځته کېدنه د (Bucur) په نوم پورې تړي، چې د بېلابېلو نکلونو يا افسانو له مخې يو شهزاده، سرکښ، کب نيونکی او شپونکی يا ښکاري و. په رومانيايي ژبه کې د ويي رېښه “bucrurie” د «خوښۍ» معنا لري او باور کېږي، چې له “Dacian” اصل څخه تر لاسه شوی دی او د همدې له امله د بوکرېسټ ښار «د خوښۍ ښار» معنا ورکوي.[۲۵][۲۶][۲۷]

نورې ريښې د عثماني ګرځندوی ايويليا سيليبي (Evilya Celebi) په ګډون د پخوانيو پوهانو له لورې ورکول شوي دي. سيليبي وويل چې بوکرېسټ د بني قريشو د قبيلي د باوري ابو کاريس له نوم څخه نومول شوی دی. په ۱۷۸۱ ز کال کې اتريشي تاريخپوه فرانز سلزر ادعا وکړه، چې بوکرېسټ ويي په “bucurie” (خوښۍ)، “bucuros” (له خوښۍ ډک) يا “a se bucura” (خوښمن اوسېدلو) پورې تړاو درلود، په داسې حال کې چې د ۱۹ پېړۍ د لومړيو يو کتاب چې په “Vienna” خپور شو، وانګېرل چې د ياد ښار نوم د “Bukovie” په نوم له يو ساحلي ځنګل څخه اخېستل شوی دی. په انګليسي ژبه کې د ښار نوم وار له مخه د “Bukarest” په بڼه تر لاسه شوی و. د بوکرېسټ اصلي يا اوسېدونکي ته بوکرېسټر “Bucharester” (رومانيايي: bucurestean) وايي.[۲۸]

تاريخچه

د بوکرېسټ تاريخ په نوبت سره په تېره زمانه کې د لومړنيو استوګنو له پرمختګ او پاتې والي څخه د ۱۹ پېړۍ په وروستيو کې د رومانيا د ملي پلازمېنې په توګه د دې ښار تر پياوړتيا پورې بېلابېلې دورې تېرې کړې. دا ښار چې په لومړي ځل يې په ۱۴۵۹ ز کال د “Citadel of Bucuresti” په توګه يادونه وشوه، د درئيم ولاد ايمپالر “Vlad III of Impaler” په نوم د “Voivode of Wallachia” اوسېدونکو استوګنځی شو.[۲۹]

عثمانيانو له ۱۸ پېړۍ څخه د ښارګوټي د چارو پر مخ وړلو په موخه يوناني پازوالان يا رئيسان وګومارل. په ۱۸۲۱ ز کال کې د تودور ولاديميريسکيو “Tudor Vladimirescu” له لورې پيل شوی اوښتون په بوکرېسټ کې د قسطنطني يونانيانو حکومت د پای ته رسېدلو لامل شو.[۳۰]

لرغونې شاهي محکمه “Old Princely Court” (Curtea Veche) د ۱۶ پېړۍ په نيمايي کې د “Mircea Ciobanul” له لورې ودانه شوه. بوکرېسټ د وروستيو واکمنانو تر مشرۍ لاندې د شاهي محکمې د اوړي استوګنځي په توګه رامنځته شوی و. د راتلونکو کالونو پر مهال يې د سويلي مونتنيا “Muntenia” په ارزښت کې له زياتوالي څخه وروسته د پلازمېنې ښار د دريځ په اړه له ټاګوويسټي “Targoviste” ښار سره سيالي وکړه.

بوکرېسټ په پای کې له ۱۶۹۸ زکال څخه وروسته د ولاچيين “Wallachian” محکمې تل پاتې ځای شو (چې د قسطنطني په برانکووينيو “Constantin Brancoveanu” سيمې سره پيل کېږي).

د دې ښار يوه برخه چې د طبيعي افتونو له امله ويجاړه شوه او د راتلونکو ۲۰۰ کالونو پر مهال څو ځله بېرته جوړه شوه او د ۱۸۱۳ -۱۸۱۴ ز کالونو کې د کاراګيا د وبا “Caragea’s plague” له لورې هم وټکول شو، له عثماني واک څخه په سختۍ سره تر لاسه شو او څو زماني واټنونو کې د هبسبرګ پاچاهۍ (۱۷۱۶، ۱۷۳۷ او ۱۷۸۹ زکالونو کې) له لورې او د ۱۷۶۸ او ۱۸۰۶ ز کالونو تر منځ د درې ځلونو لپاره د سترواک روسيې له لورې ونيول شو. دا شار د ۱۸۲۸ز کال او د کريميا جګړې تر منځ د روسي ادارې تر چتر لاندې ځای پر ځای شو او پر بوکرېسټ باندې د متمرکز ۱۸۴۸ ز کال والاچيين اوښتون پر مهال يې نيواک کې ځنډ يا وقفه رامنځته شوه. وروسته يو اتريشي لښکر کوټ يا ګارنيزيون د روسيې له تګ (چې لا هم د ۱۸۵۷ ز کال تر مارچ پورې په ښار کې پاتې وه) څخه وروسته د سيمې ملکيت تر لاسه کړ. د ۱۸۴۷ ز کال د مارچ پر ۲۳ نېټه يوې جګړې د ښار د درېيمې برخې په ويجاړولو سره، نږدې ۲۰۰۰ ودانۍ له منځه وېوړې.

په ۱۸۶۲ ز کال کې وروسته له هغې چې ولاچيا “Wallacia” او مولداوي “Moldavia” د شهزاده تر لاس لاندې سيمې د جوړولو په موخه سره يو ځای شول، بوکرېسټ د نوي هېواد د پلازمېنې ښار شو. دا ښار په ۱۸۸۱ ز کال کې د پاچا لومړي کارول “Carol I” تر مشرۍ لاندې د رومانيا د نوې اعلان شوې پاچاهۍ “Kingdom of Romania” سياسي مرکز شو. د ۱۹ پېړۍ د دويمې نيمايي پر مهال د ښار نفوس په ناببره ډول زيات شو او د ښاري ودې يوه نوې دوره پيل شوه. د دې دورې پر مهال ګازي رڼايي، د اسونو پر مټ چلېدونکې ګاډۍ او ټاکلې برېښنايي کېدنه وړاندې شوه. د دامبوويتا سيند “Dambovita River” هم په ۱۸۸۳ ز کال کې په پراخه کچه کانال شو او په دې ډول يې لکه د بوکرېسټ د ۱۸۶۵ ز کال سيلاب غوندې پراخه سيلابونو ته د پای ټکی کېښود. د بوکرېسټ کلاګانې “Fortifications of Bucharest” چې د ۳۶ کلاګانو يوه کړۍ ده، په ۱۹ پېړۍ کې جوړې شوې وې. د دې دورې خورا ډېرې معمارۍ او نړيوال لوړ کلتور بوکرېسټ ته د ختيځ د «کوچني پاريس» وړ نوم وګټه.[۳۱][۳۲]

سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ https://orasultau.ro/harta/bucuresti-o
  2.     "د بخارست اړوند په اوپن‌سټرېټ‌مېپ کي". OpenStreetMap. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۲۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |تاريخ الوصول= (مساعدة)
  3. archINFORM location ID: https://www.archinform.net/ort/1442.htm — د نشر نېټه: ۶ اگسټ ۲۰۱۸
  4. http://www.monitoruljuridic.ro/act/decret-lege-nr-2-din-27-decembrie-1989-privind-constituirea-organizarea-si-functionarea-consiliului-frontului-salvarii-nationale-si-a-consiliilor-teritoriale-ale-frontului-salvarii-nationale-emitent-20050.html
  5. خپرونکی: National Institute of Statistics
  6. https://orasultau.ro/cod-postal/bucuresti-o
  7. https://www.iso.org/obp/ui/#iso:code:3166:RO
  8. https://web.archive.org/web/20080511034235/http://www.ase.edu.ro/engleza/life_bucharest/history.asp — د نشر نېټه: ۳۱ جنوري ۲۰۱۰ — آرشيف اصل په ۱۱ مې ۲۰۰۸
  9. Bucharest, the small Paris of the East Archived 21 February 2006 at the Wayback Machine., on the Museums from Romania web site.
  10. Bucica, 2000, p. 6.
  11. "Bucharest is Booming". qualitestgroup.com. 23 April 2019. مؤرشف من الأصل في ۰۵ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "High-Tech Cities: Have You Ever Tried Coffee in Bucharest?". Pentalog. 17 April 2019. مؤرشف من الأصل في ۲۰ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "How Romania became a popular tech destination". Financial Times. 19 September 2019. مؤرشف من الأصل في ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Bucharest, In The Top Of Cities With The Most Experts In High-Tech Industry". Romania Journal. 11 February 2019. مؤرشف من الأصل في ۲۹ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "10 Romanian startups to look out for in 2019 and beyond". eu-startups.com. 29 May 2019. مؤرشف من الأصل في ۱۳ نومبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "The Silicon Valley of Transylvania". TechCrunch. 6 April 2016. مؤرشف من الأصل في ۱۳ اپرېل ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Software Maker UiPath Raises Funds at $35 Billion Valuation". Bloomberg. 1 February 2021. مؤرشف من الأصل في ۰۲ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Bucureştiul găzduieşte România Blockchain Summit". Antena 3 (په رومانیائی ژبه کي). 20 June 2019. مؤرشف من الأصل في ۲۰ جون ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "- World Monuments Fund". Wmf.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Bucharest has highest potential for development in Europe". travelandtourworld.com. 15 October 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اگسټ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Mastercard study: Bucharest is the European city with the highest growth of tourists' number". business-review.eu. 29 September 2017. مؤرشف من الأصل في ۲۶ جولای ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. . Adevarul: The BMZ in numbers.
  23. "Bâlbele autorităţilor: Populaţia Capitalei, o enigmă. Aşadar, nici rata de infectare la mia de locuitori nu e clară DOCUMENT". adevarul.ro (په انګلیسي ژبه کي). 13 October 2020. مؤرشف من الأصل في ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. PriceWaterhouseCoopers Global Regional Attractiveness Report Romania Archived 13 March 2006 at the Wayback Machine.
  25. Cutler, Nellie (2011). "Southeastern Europe". Time for Kids World Atlas (الطبعة Rev. and updated). New York, NY: Time for Kids Books. د کتاب پاڼې 68. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-60320-884-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Rosetti, II. p.110
  27. Ion I. Russu, Limba traco-dacilor, 1967, Editura științifică
  28. Georgescu et al., p.76-77
  29. Giurescu, C.C., 1976, History of Bucharest, Bucharest: The Publishing House for Sports and Tourism
  30. Djuvara, Neagu (2013). Între Orient și Occident. Țările române la începutul epocii moderne (1800–1848). Humanitas. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-973-50-4083-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Giurescu, p.154-161, 169–171
  32. Giurescu, p.157, 161, 163