بابا ولي کندهاری
بابا ولي کندهاري يو صوفي پير وو چي په ١٤٧٦ زیږدیز کال کي د افغانستان په کندهار ولایت کي وزيږيدی. نوموړی په 1498 کي د حسن ابدال په لور د غرونو لویدیځ لوري ته ولاړ، چيري چي خاوره غرنۍ او د ځمکي څخه به طبیعي چینې بهېدلې.
مړینه سمول
بابا صاحب په ۱۵۲۹ کال کي د کندهار د بابا ولي په نوم یوه کلي کې وفات او خاورو ته وسپارل سو. د نوموړي زیارت ته اوس وخت لوی شمېر معتقدین هر وخت ورځي او خپلي دعاګاني او حاجات له لوی اللهﷻ څخه غواړي. [۱] [۲] [۳] [۴]
د بابا صاحب زیارت سمول
بابا صاحب اوس وخت په افغانستان کي د کندهار ولایت د خلکو یو منل سوی شخصیت ګڼل کیږي او مزار ته یې د هري جمعې په ورځ سلګونه کسان د زیارت او دعاګانو لپاره ورځي. د بابا صاحب د قبر سره څنګ ته سیمه چي د بابا صاحب تکیه ورته وایي د کندهاري او بهرني میله والو لپاره یوه زرغونه سیمه ده چي په افغانستان کي د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال د هغه ځای د والي ګل اغا شیرزي له لوري د ارغنداب د رود لوړ طرف ته جوړه او پراخه سول.
- ↑ . 21 February 2023. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود); ورک یا خالي|title=
(لارښود) - ↑ . 23 December 2022. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود); ورک یا خالي|title=
(لارښود) - ↑ . 9 November 2011. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود); ورک یا خالي|title=
(لارښود) - ↑ . 2000-12-19. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود); ورک یا خالي|title=
(لارښود); ورک يا خالي|url=
(لارښود)