اېبټ اباد یا اېبوټ آباد ( انگرېزي: Abbottabad اردو: ایبٹ آباد) د خيبر پښتونخوا د پاکستانهزارہ سیمې اړوند (ډویژن) يو ښار دی چې د خيبر پښتونخوا ايالت کې موقعیت لري. په کال 1998 کې ددې ښار د وگړو شمېر 1,05,999 و. د 1998 وگړ شمارۍ له مخې دا د پاکستان 43م لوی ښار دی. او دا د خيبر پښتونخوا ايالت په لوی ښارونو کې حسابيږي چې ډېری تقاعد شوی پوځیان په کې اوسېږي.

اېبټ اباد
د اېبټ اباد انځور
د اېبټ اباد انځور
د اېبټ اباد انځور

Map
کورډېناټونه: ۳۴°۰۹′۰۰″شمال ۷۳°۱۳′۰۰″ختیځ / 34.15°شمال 73.216666666667°ختيځ / 34.15; 73.216666666667   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د رامنځته کېدو نېټه ۱۸۵۳  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هېواد پاکستان   د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوی وېش ابټ اباد ولسوالۍ   د (P131) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمینه د:
پراخوالی
لوړوالی 1256 متر   د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه 148587 (۲۰۱۷)  د (P1082) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وروستي مالومات
سيمه ييز د زنګ کوډ 0992  د (P473) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيو کوډ 1185056[۱]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

موقعیت سمول

ایبټ آباد د پښتونخوا د حوزاره په سیمه کې یو مشهور ښار دی چې د سمندر له سطحې یې لوړوالی (۴۱۲۰) فوټه دی. ایبټ آباد د پاکستان د پلازمېنې اسلام آباد شمال لوري ته په ۱۱۰ کیلومټرۍ کې پروت دی.

ابادي سمول

د ۱۹۹۸ زیږیز/میلادي کال دسرشمیرنې له مخې یې د ټولو وګړو شمیر( ۸۸۱،۰۰۰) تنه دی او زیاتره خلک یې په هندکو ژبه خبرې کوي.

د ایبټ اباد ښار بنسټ او نوم سمول

ایبټ آباد ته ځکه ایبټ اباد وایی چې ددې ښار بنسټ (بنیاد) په ۱۸۵۳ میلادی کال کې دیوه انګریز پوځي افسر جیمز ایبټ( Sir James Abbott )له خوا کیښودل شو . سر جیمز ایبټ (Sir James Abbott ) یو انګریزي افسر و چې په (۱۸۰۷) میلادي کال دمارچ په (۱۲) نېټه په اینګلینډ کې زیږدیلی و. دی دانګریزي سوداګرهینري الکسیس زوی و چې نوموړي تر تقاعد (ریټارمینټ) نه وروسته په کلکته کې دسوداګرۍ دنده درلودله. د ایبیټ مور مارګریټ ویلش نومیدله . جیمز ابیټ ۱۷ کلن و چې دانګریزانو په پوځ کې شامل شو . ده دوه نور ورونه هم درلودل چې یو یې سر جیمزایبټ اګسټیس نو میده او دبل نوم یې فریډریک ایبټ و چې دده دغو دواړو ورونو هم د انګریزانو په پوځ کې دندې درلودلې . جیمز ایبټ د هزاره د ضلعې(وسلوالۍ) لومړنی ډپټي کمیشنر و چې د ۱۸۴۹ میلادي څخه تر د ۱۸۵۳ میلادي کال پورې په دغه دندې پاتې شو. په هغه جګړه کې چې د ۱۸۴۸ میلادي کال کې د انګریزانو او سکهانو تر مینځ وشوه د سکهانو حکومت له مینځه لاړ او په پښتونخوا کې پرنګیانو دچارو واګې په خپل لاس کې واخیستلې . جیمز ایبټ د۱۸۹۶ میلادي کال داکتوبر په ۶ نېټه د۸۹ کلونو په عمر مړشو او دانګلینډ د ګیلډ فورډ په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د ایبټ آباد د شهرت علت سمول

ایبټ آباد هغه ښار دی چې د پاکستان مشهوره پوځي اکیډیمي هم هلته شته . سربیره بیره پردې ایبټ آباد هغّه ځای دي چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن هم پکې ډیر کلونه تیر کړي وو او وروسته بیا دامریکي دځانګړو ځواکونو په برید کې ووژل شو.

سرچينې سمول

نور ولولئ سمول

  1. پیوستون : 1185056  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported