ایوب استاد

ایوب استاد د افغانستان د پښتو ژبې نوميالی سندرغاړی و. استاد ایوب په ۱۹۲۶ز کال د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ کې پیدا شوی و.نوموړي تر نیمه پېړۍ هم پښتو موسیقۍ ته چوپړ ووهو.

پښتو موسیقۍ ته چوپړ: سمول

نوموړي د خپل ژوند په اوږدو کې څه باندې نیمه پېړۍ د پښتو موسیقۍ غنا ته وقف کړی و او یو شمېر تلپاتې سندرې یې د افغانستان ملي راډیو ټلېوېژن ته ویلې وې. ایوب استاد په پښتو.موسیقۍ کې د یو ځانګړي سبک خاوند سندرغاړی و. نوموړي داسې یوه حنجره لرله چې نه یې په هند او نه یې په سیند کې ساری لیدل کېږي د هغه په حنجره کې‌ د هوا مرغان ناست وو. د ایوب استاد پښتو موسیقۍ ته چوپړ تر لمر روښانه دی.

مړینه: سمول

ایوب استاد د جون پر ۲۷مه ۲۰۲۱ میلادي کې د ۹۵ کالو په عمر د ورپېښې ناورغۍ له امله په ننګرهار کې ومړ. ایوب استاد د تېرو ۱۰ کلونو راهیسې د ناروغۍ په بستر پروت و. نوموړی د سره رود ولسوالۍ اړوند نغرک سیمه کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.