الیادgrc-x-atticد لرغوني یونان یو پخوانی ادبي نظم دی چي د هومر اړوند بلل کیږي. ایلیاد د لرغونو ادبیاتو یو له پخوانیو ادبي اثارو څخه دی چي لاهم د عصري لیدونکو لخوا په پراخه کچه لوستل کیږي. یاد نظم د شعر په بڼه په 24 کتابونو ویشل سوی او په ډاکټیلیک هیکسامیټر کي لیکل سوی دی. د یوې پراخي نسخې په توګه ایلیاد 15,693 کرښي او 27800 بیتونه لري. د ټروجن جنګ پای ته رسیدو اړوند د میسینی یوناني ایالتونو د ایتلاف لخوا د ټرای ښار لس کلنه محاصره په دغه شعر کي ذکر سوې ده او ټولي پیښي یې په ځان کي رانغاړلي دي. په ځانګړې توګه د پاچا اګامیمون او یو مشهور جنګیالي، اچیلز ترمنځ سخته جګړه په منظم ډول انځوروي. الیاد د اروپایی ادبیاتو لومړۍ د پام وړ ادبي ټوټه ګڼل کیږي او د لیکلو تاریخ یې تر میلاد مخکي د اتمي پېړۍ نیمایي کلونه اټکل سوي دي. اکیلوس، پاریس، هکتور، هیلن او پرییام هغه افسانوي اتلان دي چي ایلیاد یې په اړه ږغیږي.

دغه نظم او اوډیسي په احتمالي ډول په هومریک یوناني کې لیکل سوي دي، چي د آیونیک یوناني او نورو ژبو ادبي ترکیب د 8مې پیړۍ په وروستیو یا د 7مې پیړۍ په پیل کي په ډاګه کوي.