أیمن الظواهری (په عربی: أيمن محمد ربيع الظواهري‎) (زېږېدنه:۱۹ یونو ۱۹۵۱) د مصر ډاکتر،شاعر او د القاعدې مشر دی. أیمان الظواهری په مصر کی پیدا شو. پلار یی د درملپوهنی استاذ وو. کله چه آیمان الظواهری په القاهره کی د طبابت په پوهنتون کی زدکړه کوله نو د الاخوانو المسلمونو غړی وو. په ۱۹۷۵ کال کی ایمان د الجهاد الاسلامی تنظیم غړی شو.

أيمن محمد ربيع الظواهري

افغانستان

په ۱۹۷۹ کال کی شوروی پوځ پر افغانستان یرغل وکړ او أیمان الظواهری افغانستان ته ولاړ. هغه په افغانستان کی د مجاهدینو سره د شوروی پوځ په خلاف جگړه کوله. هغه په جگړه کی د اسامه بن لادین ملاقات وکړ.