ايشوبی يو بند بېلر وي چې اوبه او يا هم نور اوبلنتوکي پکې ايشول کېږي. همدا ايشېدلي يا په بړاس بدل شوي مايعات بيا وروسته په نورو بېلابېلو پړاوونو کې کارېږي چې د کار سيمه يې ارته ده. ايشوبی د کور د تودو اوبو د زېرمې نه نيولې تر صنعتي کارځايونو او برېښناکوټونو پورې او آن د پخلي او کورني ژوند د پرمخ بېولو په هر چاره کې کارېږي.