ايا نانو ټيکنالوژي پېژنئ

آیا نانو تکنالوژي پېژنئ ؟

نورالحق ن . څلی

نانو ، په یوناني ژبه کې د وړوکي او یا کوچني په معنا ده . مونږ ټول پدې پوهیږو چې نړۍ له اتومونو څخه جوړه شوی ده او اتوم په خپله له الکټرونونو ، پروتونو او نیوترونو څخه جوړ شوی دی او یواځی مالیکولونه د یوی مادي فزیکي او کیمیاوي خواص ساتی . هر څومره چې د یوی مادي اتوم د کوچنیوالي خواته تجزیه شي خپل اصلی خواص له لاسه ورکوی او نوی فزیکي او کیمیاوي خواص غوره کوی په دغو کوچنیو مقیاسونو کې چې اندازه ګیری یې د نانو متر په ذریعه صورت نیسي ستر قوتونه پټ دي او دغو قوتونو ته لاس رسی یوازې د نانو تکنالوژی په مرسته شونی ده . نانو تکنالوژی ته د مالیکولونو انجنیري او د نوو مالیکولونو جوړونه هم وایي . د اندازه کولو هغه مقیاس چې په نانو تکنالوژی کې ورڅخه کار اخیستل کیږي نانو متر بلل کیږي او د یوه متر یو ملیاردمه برخه تشکیلوی . یو نانو متر د انسان د یوه ویښته د سور (عرض ) تقریبأ یو پر لس زرمه برخه جوړو ی .همدا شان یو نانو مترله ۳ څخه تر ۵ ځله د یوه اتوم د قطر لویوالی ته وایي . ډیر ساینس پوهان او انجنیران کلک باور لری چې نانو تکنالوژی به په راتلونکی کې داسي وسایل جوړ کړی چې یوارې د یو قوی میکروسکوپ په مرسته به د لیدلو وړ وی ، کیداې شي دغه وسایل به له ځانه سره ډیر حساس سنزورونه ولری چې وکولای شي په یو محلول او یا ترکیب کې هر ځانګړی اتوم تشخیص کړي .د بیلګې په توګه د نانو تکنالوژی په مرسته کیداې شي چې په یوه ګیلاس اوبو کې داسی د کالی منځلو پوډری صابون چې د نانو متریک ذرات یې سور رنګ ولری ګډ کړو نو وبه وینو چې اوبه په ظاهره خپل رنګ او شفافیت له لاسه نه ورکوی خو کله چې بله هره ماده له دغو اوبو سره تماس پیدا کړی نو حتمأ سور رنګ اخلی . د نانو تکنالوژی د فعالیت ساحه یوازې د کوچنیو وسایلو جوړونې پوری تړلې نه ده بلکې دغه تکنالوژی کولای شي د لویو شیانو لکه موټر ، کمپیوتر او داسی نورو د جوړولو لپاره په کار واچول شي چې پیل به یې د هغه بلاکونو جوړول وی چې د یوه اتوم او یا یوه مالیکول په اندازه به وی . د نانو تکنالوژی په مرسته دنړۍ پولې پراختیا مومي که تر اوسه د بشریت هڅه داوه چې ډیر لوی تلسکوپونه جوړ کړی تر څو لیری واټنونه وویني خو نن ورځ دغه نوی تکنالوژی دا امکانات ورکوی چې په مخالف لوری یعنی د کوچنیوالی خواته ودرومي . همدا اوس د نانو تکنالوژی ښه ثمر ته رسیدلی یوه څانګه د نانو ترکیبي موادو جوړونه ده یعنی داسی مواد چې د نانو ذراتو په مرسته بډای شوی دي لکه د بیلابیلو موخو لپاره رنګونه ، د کمپیوتری چاپ رنګونه ، د سینګار په موادو ، په تخنیکي وسایلوکې د اصتحکاک د مخنیوی لپاره د راز راز غوړیو اوګریسو، د جلا ورکولو او یا صیقل کولو لپاره بې شمیره مواد ،سریښونو او داسی نور . همدا شان دغه تکنالوژی په ډیرو نورو برخو کې د تحقیقاتي مرکزونو او لابراتوارونو څخه د عمل ډګر ته راوتلی ده او ډیر څه یې تر سترګو کیږي د بیلګې په توګه د فلزکارۍ په برخه کې همدا اوس داسي اوسپنه جوړه شوی ده چې له فولادو څخه سل ځلې کلکه او شپږ ځلې سپکه ده . داچې نن ورځ د موټرو رنګونه دومر ټینګ دي چې د ګرولو په مقابل کې مقاومت کوی ددغې تکنالوژی برکت دی او هغه وخت ډیر لیری نده چې موټر به له کاغذ څخه د نازکو اوسپنو څخه جوړ شوی وي .همدغه ډول اوس په بازار کې داسی ټوکران شته چې د نانو متریک ذرو په واسطه پوښل شوی دي چې هر ډول چټلی (کثافت ) ، غوړ او دوړه ورباندې نه نښلې او یا دا چې د بدن د حرارت په ساتلو کې مرسته کوی .هغه ورځ لیری نده چې د امنیتي ارګانونو کارکونکی به داسی یونیفورم ولری چې د سپکو سلاوو مرمۍ به تری نه نشي تیریدلای ، کیمیاوي او بیولوژیکي سلاوی به ورباندې اغیز نلری او د وجود حرارت به یې په خپله تنظیمیږي مانا داچې په ګرمۍ کې به یې سړوی او په یخنۍ کې به یې تود ساتی . د پر مخ تلولو هیوادونو په ډیرو کورونو کې داسې یخچالونه شته چې د باکتریاوو ضد دي او یا داسې خوراکي ټوکي چې پاکټونه ، بوتلونه اوکوتۍ یې د نانو تکنالوژی پر اساس جوړ شوی دي او اوږده موده ساتل کیدای شي د چا لپاره کومه نوی خبر نده . د طبابت په ډګر کې دغې تکنالوژی لا پخوا ستر بدلون راوستلی دی او دا چې یوه ورځ به د ناروغ په تن کې  » نانو روبات « ( کوچنۍ ماشیني آله ) په مستقله توګه خپل خوځښت پیل کړی او د تداوی ټول پروسیجرونه د دوا د رسولو څخه نیولی آن د سرطاني حجرو او یا سلولونو له منځه وړل به سر ته رسوی هیچا ته ناشونې نه ښکاری . دغه تکنالوژی به په راتلونکې کې د نړۍ د موجودو دودیزو اردوګانو او امنیتي ارګانونو تشکیلاتو او تجهیزاتو ته نوی بڼه ورکړی د بیلګې په توګه غواړم د هغه څه چې نوم یې «هوښیاره دوړه » ایښودل شوی او څو کلونه کیږي چې په اړه یې بحثونه روان دي یادونه وکړم : «هوښیاره دوړه »هغه ډیر کوچني کمپیوتری سنزورونه دي چې په سترګو نه لیدل کیږي او د دوړې د ذراتو په اندازه به وی کله چې دغه سنزورونه په یوه سیمه کې خواره شي هر هغه څه چې په دغه سیمه کې تیریږي د کنترول مرکز ته بشپړ او دقیق معلومات ورکول کیږي . په بله ژبه دا د داسی اردو په پښو درول او په دنده ګمارل دي چې سرتیري نه لری ، په سترګو نه لیدل کیږي او هیڅ ډول اکمالاتو ته اړتیا نلری خو ورسپارل شوی دنده تر هر بل چا په ښه ډول سر ته رسوی . هو ! د نانو تکنالوژی په مرسته داسی نوی مادی او نوی وسایل جوړیدلای شي چې نن ورځ یې بشریت د تصور کولو توان هم نلری . پای