اوپرا د موسيقي او نندارمې يوه گډوله ده چې د اوپرا د ممثلينو لخوا وړاندې کېږي. د دې لپاره چې د اوپرا ممثلين يو حقيقي انځور وړاندې کړي نو د اوپرا ممثلين بايد په موسيقي او تمثيل په ډگرونو کې مسلکي وي چې په هنري لحاظ يې ونډه د اوپرا په تخليق کې وشمېرل شي. په اوپرا کې اکثراً داستانونه او کيسې د موسيقي سره يوځای نغاړل کېږي او بيا د سټېج په سر د موسيقی سره يوځای وړاندې کېږي. اوپرا په اروپايي هېوادونو کې دود ده.

د اوپرا نندارتون