څه ناڅه زره کاله تر ميلادي پخوا کالونو کي داوستايې مدنيت بنسټ په بلخ يا پخواني بخدي کي کښيښودل شو .دې مدنيت ته ځکه اوستايې وايې چي معلومات يې د هغه مذهبي کتاب پر بنسټ تر مورخينو رسيدلي چي د اوستا په نوم ياديږي . اوستا د زردشت يا سپينتمان له خوا ويل شوي نصحتونه دي چي د زردشت تر مړيني وروسته د هغه پيروانو دا نصيحتونه را ټول او داوستا په نوم يې ياد کړل .

د اوستا ماناد قانون او هدايت په توگه زياته کارول شوېده . لومړنې اوستايې متن د غوايې پر پوستکي ليکل شوۍ و . د سکندر دواکمنۍ پر مهال د اوستا زياته برخه چي پر پوستکو ليکل شوې وه ، وسوځول شوه . د دې پوستوکو شميره ١٢٠٠ يو زر او دوه سوه ته رسېدل . تر سکندر وروسته د زردشتي ائېن پيروانو د اوستا پاتي شوني را ټولي او د هغو پر بنسټ يې د اوستا پنځه برخي وليکلې چي د : يسنا، وېسپرد ، وينديداد ، يشت او وړوکي اوستا په نوم ياديږي .

زردشت ٦٦٠ کاله د مخه تر مېلاد په بلخ کي زيږېدلئ دئ . په شل کلنۍ کي منزوي شوئ او په ٤٢ کلنۍ کي يې دلار ښود دعوا وکړه . خپل نصحيتونه يې پيل او گشتاسپ پاچا يې خپلي لاري ته دعوت کړ . گشتاسپ يې دعوت ومانه او دهغه پيرو شو . زردشت په خپل ائېن کي اهورا مزدا د نيکئ خدای او اهريمن د بدئ خدای گاڼه او د هغو دوو تر منځ يې مجادله او مقابله همېشنۍ گڼله . خپلو پيروانو ته به يې ويل چي د اهورامزدا لوری ته ودريږي او د اهريمن له شره ځان وساتي . تر ټولو مهمي ويناوي يې نيک فکر کول ؛ نيک ويل ؛ نيک کارکول ؛دي ، چي د اوستا يې متنونو په مرسته تر اوسه را رسېدلي دي .

د زردشت د نصيحتونو له شميره دا يوه بيلگه يادو چي په اوستا کي راغلې ده : ستاسو څخه پوښتنه کوم ای اهورا مزدا ! د هغه چا سزا څه ده ، چي د خپلي واکمنۍ لپاره د دروغو او بدو عملونو لاره خپله وي ؛ او هغه بد عمله چي بېوزلو ، ناچارو او فقيرانو ته يې بيله ازار او ستمه بل څه نه رسيږي ؛ که څه هم چي د غريبانو او بزگرانو له لوري هغه ته کوم ازار نه رسيږي ؛ و ويل شوه چي : هيڅ يو ستاسو له ډلي دهغه بدعمله خبرو او حکم ته غوږ مه نيسی ، ځکه چي هغه ستاسو کور کلۍ او ښار د اړتيا او فساد سره مخ کوي ، ځکه يې د سلاح په زور له خپله ځانه ليري کړۍ ! .

د اوستا يې مدنيت پر مهال اريا يې وگړو داسي دودونه درلودل چي تر اوسه هم د يو شمير قبيلو او قومونو په منځ کي معمول دي . د بيلگي په توگه د نيزې وهلو لوبه ، د اس ځغلولو لوبه ، د کال د لومړی ورځي جشن ،اتڼونه ، د مېلو د ورځو سندري ،موسيقي او داسي نور ياودولای شو . اوستا د هغه مهال يو شمير سياسي کورنۍ او واکمنان هم را پېژني چي د افغانستان په تاريخ کي د ا برخه د کيسه يې تاريخ ( تاريخ اساطيري ) په نوم مشهوره شوېده .

سرچنه

سلام فرهنگي ټولنه له ويبپاڼه څخه