Ferula assa-foetida
انجه
مملکه بوټي
څانگه Tracheobionta
طایفه د دوو تیفه گانو نباتونه
کورنۍ چتریان (Apiaceae)
جېنس Ferula

انجه (په لاتين: Ferula assa-foetida) یو یوی لرونکي او درملي بوټي دي چی په ايران، اوزبکستان، افغانستان او هندوستان کې شنه کېږي. دغه بوټي د مسالې په توگه هم کارېږي.

توصيف

انجه یو درملي بوتي دي چی د Apiaceae په کورنی او د Ferula په چنس پورې اړه لري. اوږدوالي یی ۳ متره دي او قوي ریښې لري چی د مسالې په توگه کارېږي. گل یی شین - ژیړ رنگ لري. نوموړی بوټي خاصي بوی لري چی تر پخولو وروسته خوړينېږي (نرمېږي). انجه د مې څخه تر سپټمبر پورې گل کوي. دغه بوټي په هندوستان او نورو هېوادونو کې خواړو ته پر ځاي پياز او هوږې ور کول کېږي.

انجه په روغتيا کې

انجه د درمل په توکه تقریبا ۲۰۰۰ کاله کار شوي ده. نوموړی پوتي پر هاضمې، انفلوانزا، برونشیت او سابندي ښه آغېزه لري او گاز ماتوونكى هم دی.