اناناس په انگرېزي : Ananas علمي نوم ېې Ananas Comosmus دی او د Bromeliaceae په کورنۍ پورې اړه لري . د پيدا يښت ځای ېې د برازیل سوېل او د پېراگوای هېواد گڼل کېږي . پاڼې ېې اوږدې او کاچوغې ته ورته دي . د پاڼو څنډې ېې ښويې او حلقوي بڼه لري . په درېيم کال کې د دغو پاڼو له منځ څخه نوې پاڼې وده کوي .

اناناس

د اناناس برار

د اناناس څخه مخکې دغه مېوه د گل په څېره برار مومي او گلونه ېې واړه ، شنه (آبي) رنگه غوښن او د ډنډر په وروستۍ برخه کې جوړېږي . د دغو غوښنو گلانو په وروستۍ برخه کې د وړو پاڼو يو تاج لري ، چې وروسته په مېوې بدلېږي . د اناناس مېوه په حقیقت کې کاذبه بڼه لري . دغه مېوه د تودو سیمو د مېوو له ډلې څخه شمېرل کېږي . اناناس يو څو کلن او يو مشيمه بوټی دی ، چې لوړوالی ېې له ۴ څخه تر ۵ فوټو پورې رسېږي ، که چېرې په کافي کچه ځای ولري د هر کال په تېرېدو سره ځنگلونو ته وده کوي او پراخه سیمه لاندې کوي ، خو دا کار د سوداگرۍ په مارکېټ کې د مېوې کیفیت راښکته کوي . نو له دې کبله لازمه ده چې هر کال د دغه بوټي د ښاخونو پرې کول او اصلاح ترسره شي .

د اناناس کرهڼه او رغښت

په لومړي کال کې يواځې هغه ډنډر چې ايښودل شوي دي کولای شي په خپله وروستنۍ برخه کې مېوه ونيسي ، چې بیا وروسته له ۱۵ـ۳۲ مياشتو پورې پخېږي په دوهم کال کې هغه څانگې چې د مورني ډنډر په شاوخوا کې رامنځ ته شوې دي هم کولای شي چې مېوه ونيسي د مېوې د پخوالي موده په تودوخه ، اوبو او د ونې په خوراکي توکيو پورې اړه لري. کله چې مېوه پخه شي لاندينۍ برخه ېې د پورتنۍ برخې په پرتله خوږ خوند لري ، د اناناس خوږوالی په هغو نشايستوي موادو پورې چې په ډنډ کې زېرمه کېږي اړه لري . د اناناس له مېوې څخه هم په تازه توگه گټه پورته کېږي او هم ترې د ځوښا (جوس) په توگه کار اخيستل کېږي . همدا رنگه په لوېديځو هېوادو کې اناناس د پيڅځې (Pizza) په جوړولو کې گډوي . کله چې اناناس اومه وي په هغه مهال ډېره اندازه اگزالیک سوزوبی (Oxalic acid) په ځان کې لري، چې ډېر سوځوونکي مخرش دي . خو په پوخوالي کې دغه کچه په سلو کې له ۰.۵ ـ ۱.۰ ته راښکته کېږي . ددې له پاره چې مېوه زخمي نشي هغه له يو شمېر هغو پاڼو سره چې د مېوې چاپېره ځای لري بازار ته وړاندې کېږي . که نه نو د زخمي کېدو په صورت کې مېوه په ډېر لږ وخت کې خوسا (فاسده، يا ورسته) کېږي . له دې کبله چې د اناناس مېوه ډېر ژر خرابېږي او د لسو ورځو په موده کې په سلو کې له لسو څخه زياتې خپلې اوبه له لاسه ورکوي ، ځکه نو له ټولو څخه وروسته باید ژر تر ژره بازار ته وړاندې او وپلورل شي .

سرچينې

  • د اريانا دايرهّ المعارف ۶۴۰ مخ