امير محمد يعقوب خان

محمد یعقوب خان (زوکړه ۱۸۴۹ زېږدیز کال - مړینه ۱۹۲۳ز کال د نومبر ۱۵) د ۱۲۵۷ لمریز لېږدي کال د کب له ۲، د ۱۲۵۸ ل ل کال د تلې تر ۲۰ د افغانستان امير او د امير شېر علي خان زوی وو.

امير محمد يعقوب خان
واکمنيفبروري ۲۱, ۱۸۷۹- اکتوبر ۱۲, ۱۸۷۹
زېږون۱۸۴۹
مړينهنومبر ۱۵, ۱۹۲۳
مخکنی پاچاامير شېر علي خان
وروستنی پاچاغازي محمد ايوب خان
کورنۍبارکزي
پلارامير شېر علي خان

انځورتون

 
امیر محمد یعقوب خان
 
امير محمد يعقوب خان

کورنۍ

امیر محمد یعقوب خان د امیر شیر علی هان زوی او د بارکزیو له کورنۍ ځخه وو.

حکومت

په ۱۸۷۸ز کال د محمد یعقوب نان پلار امیر شیر علی خان د افغان انګلیس دویمې جګړه کې له ماتې خوړلو وروسته د افغانستان شمال ته وتښتید او هلته په ۱۸۷۹ز کال کې ومړ، د نوموړی له مړینې وروسته د شیر علی خان زوی امیر محمد یعقوب د ځایناستی په توګه واک ته ورسید. د ۱۸۷۹ز کال په مې میاشت کې یعقوب خان د انګلیسیانو سره د ګندمک تړون له مخې د افغانستان بهرنی سیاست بریتانیا ته وسپاره. د تړون نه وروسته په هیواد کې د یاد تړون سره د مخالفت په خاطر ګڼ شمیر خلکو پاڅونونه وکړه، چې په پایله کې یې یعقوب خان د ۱۸۷۹ز کال په اکتوبر میاشت کې له استعفاه وروسته بریتانوی هند ته وتښتید.

مخينه

محمد یعقوب خان د هرات پخوانی والي وو او پر ۱۸۷۰ ز کال يې د خپل پلار امیر شیر علی خان پرضد د پاڅون جوړولو له لامله د پلار له خوا کابل ته وروغښتل شو او هلته بندي شو.

اخځليک

۱- https://wasiweb.com/%D8%A7%D9%85%D9%8A%D8%B1-%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF-%D9%8A%D8%B9%D9%82%D9%88%D8%A8-%D8%AE%D8%A7%D9%86/