د امريکا غږ (په انگرېزۍ کې: Voice of America) چې د امريکا د فډرال حکومت د بهرنيو خپرونو يوازېنۍ رسنۍ ده، چې د امريکا د نشراتي بورډ يا BBG تر څارنې لاندې فعاليت کوي.

د لايسنس ښارواشنگټن
د خپرولو سيمهپه ټوله نړۍ کې
د لومړنيو خپرونو نېټه۳
بڼهد بهرنيو ژبو راډيويي خپرونې
خاوند امريکا
وېبپاڼهwww.voanews.com

په ٤٤ ژبو خپرونې لري او په نړيواله کچه ١٢٣ مليونه اورېدونکي لري چې پښتو هم په کې شامله ده. د راډيويي خپرونو تر څنگ يې په دې وروستيو کې ټلويزيوني خپرونې هم پيل کړي دي. د ورځې يو ساعت پښتو او يو ساعت په دري ژبه ټلويزيوني خپرونې لري، چې د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون له لارې مازيگر مهال خپرېږي.

د امريکا غږ پښتو خپرونې

د امريکا غږ راډيو فعاليتونه د جهاد په کلونو کې خورا زيات شول. دې رسنۍ په ١٩٨٢ز کال کې په پښتو او دري ژبو خپرونې پيل کړې، په خپرونو کې يې د امريکا دريځ څرگنداوه او د بېلابېلو مسايلو په باب يې د امريکا د سياسي دريځ تمثيل کاوه.