الن ګېنزبرګ

اېروين الن ګېنزبرګ (/ˈɡɪnzbɜːrɡ/؛ زېږېدنه د ۱۹۲۶ کال د جون درېمه – مړينه د ۱۹۹۷ کال د اپرېل ۵مه) یو امريکايي شاعر او لیکوال و. هغه په ۱۹۴۰ لسیزه کې د کولمبیا پوهنتون د زده‌کړيال په توګه له وېلیم اېس. بوروس او جک کرواک سره ملګرتیا پيل کړه او د بيټ جنرېشن (یو ادبي غورځنګ چې د يوې ډلې لیکولانو له‌خوا پیل شو، ژباړن) هسته يې رامنځته کړه. هغه د نظام‌پالنې او اقتصادي ماتریالیزم شدید مخالف و چې له جنسي ځپنې سره يې مخالفت وکړاو هغه د دې فرهنګ‌خلاف بېلابېلې جنبې د مخدره توکي، جنسي اړيکې، څوګوني‌کلتور، له بوروکراسۍ سره دوښمني او د ختيځو اديانو په اړه پرانیستوالی له خپلو لیدلورو سره ترسیم کړ.    [۷][۸]

الن ګېنزبرګ
الن ګېنزبرګ
الن ګېنزبرګ

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
مړینه
نيويارک [۲][۳][۴]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انګليسي ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه ادبيات   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
الن ګېنزبرګ
الن ګېنزبرګ

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه[۵]  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې[۶]  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ګېنزبرګ تر ډېره د خپل «انګولا/Howl» شعر لپاره ډېر پېژندل کېږي چې په هغه کې يې هغه څه محکوم کړي چې هغه په متحده ایالاتو کې د سرمایه‌دارۍ او جوړې/موافقې د ورانوونکې ځواک په نظر ورته کتل. په ۱۹۵۶ کال کې د متحده ایالاتو د ګومرک او سانفرانسیسکو پولیسو «انګولا» ضبط کړ او په ۱۹۵۷ کال کې کله چې د بې‌عفتۍ د محکمې پر موضوع بدله شو پراخ شمېر تبلیغات یې ځانته راجلب کړل، ځکه هغه هم‌جنس پالان او مخالف‌جنس پالان په داسې وخت کې تشرېح کړي وو چې د لواط قوانین وضع شوي وو او هم‌جنس پالنه (نارينه) په هر ایالت کې جرم بلل کېده. د هغه شعر د ګېنزبورګ خپل جنسي تمایلات او له یو شمېر نارينه وو سره د هغه د اړیکې منعکسولې چې له ډلې يې پيتر اورلووسکي د هغه د ژوند ملګری و. قاضي کلایټون ډبلیو هورن حکم وکړ چې «انګولا» ناوړه نه‌دی او څرګندونه يې وکړه چې: «ایا که څوک د خپلو کليماتو زېرمه په بې‌خونده او بې‌ضرره تفسیر کې راکمه کړي د مطبوعاتو یا بیان ازادي به شته وي؟» [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

ګېنزبرګ یو بودایی و چې په پراخ ډول يې ختيځې مذهبي څانګې وڅېړلې. هغه په متواضع توګه ژوند وکړ، خپلې جامې يې له دويم لاس جامو پلورنځیو څخه اخیستې او د نيویارک ښار د ختيځ کلي په اپارتمانونو کې يې ژوند کاوه. یو د هغه له تر ټولو اغېزناکو ښوونکو څخه د کلراډو په بولډر کې د ناروپا مؤسسې بنسټ ګر تبتي بودایی چوګيام ترونګپا و. ګېنزبرګ او د هغه شاعرانو په ۱۹۴۷ کال کې د ټروګنپا په ټينګار هلته د جک کرواک د روحاني شعرونو ښوونځی جوړ کړ.  [۱۴][۱۵][۱۶]

ګېزبرګ د ویتنام له جګړې نیولې د تریاکو تر جګړې پورې د هر څه پر وړاندې د لسیزو په سیاسي اعتراض کې ګډون وکړ. د هغه شعر «سېپټمبر د جېسور پر سړک» د بنګالي کډوالو ناوړه حالت ته خلکو پام ورواړوه چې د ۱۹۷۱ کال د نسل‌وژنې له امله کډوال شوي وو، دا شعر د هغه څه بېلګه ده چې ادبي منتقد لېن ونډلر د «امپراتورۍ سیاست» او «د کمزور ځورونې» پر وړاندې د ګېنزبرګ د اعتراضي ټینګار په توګه تشرېح کړ. د امریکا د سقوط په نوم د هغه ټولګې په ۱۹۴۷ کال کې د شعر د کتاب ملي جایزه خپله کړه. هغه په ۱۹۷۹ کال کې د ملي هنرونو د کلپ د سرو زرو مډال ترلاسه کړ او د امریکا د هنر او ادب اکادمۍ ته يې لار مونده. هغه په ۱۹۹۵ کال کې د خپل شعري کتاب «دنياوي ښه راغلاست» لپاره چې د ۱۹۸۶-۱۹۹۲ کلونو تر منځ خپور شوی د پوليټزر جایزې وروستی نوماند و.  [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

ژوندلیک سمول

د ژوند لومړي کلونه او کورنۍ سمول

ګېنزبورګ د نیوجرسي په نیوارک کې په یوه یهودي کورنۍ کې نړۍ ته راغی او پاترسون ته څېرمه لوی شو. هغه د نیوارک ښوونځي د ښوونکي، ځینې وختونه شاعر لوئیس ګېنزبرګ او پخوانۍ نائومي لېوي (د روسیې په نول کې زېږېدلې) او پېژندل شوې مارکسیستې دويم زوی و.[۲۲][۲۳][۲۴]

ګېنزبرګ په نوې ځوانۍ کې نيویارک ټایمز ته د سیاسي مسائلو لکه دویمې نړيوالې جګړې او د کاریګرانو د حقونو په اړه لیکل پيل کړل. هغه خپل لومړنی شعر د پيټرسون د سهار غږ په نوم ورځپاڼې کې خپور کړ. کېنزبرګ د عالي لیسې په دوران کې د خپل ښوونکي له جذباتي لوستلو څخه الهام واخیست او د ډالټ وایټمن له اثارو سره یې مینه پیدا شوه. کېنزبرګ په ۱۹۴۳ کال کې د اېسټ سایډ له ښوونځي څخه فارغ شو او د لنډې مودې لپاره يې کولمبیا پوهنتون ته تر داخلېدو مخکې د پاټېرسون د عبراني ځوانو هلکانو د ټولنې د بورس له لارې يې د مونټکلر ايالتي کالج ته لار ومونده. [۲۵][۲۶][۲۷]

په ۱۹۴۵ کال کې یې د زده‌کړو د دوام د لګښت د ترلاسه لپاره له سوداګریز سمندري پوځ سره یوځای شو. ګېنزبرګ چې کله په کولمبیا کې و، د کولمبیا ریویو ادبي مجلې او د جسټر له طنزي مجلې سره يې مرسته وکړه، د شعر ووډبري جایزه یې ترلاسه کړه، د فیلکسیان ټولنې (ادبي او بحثې ډله) د رییس په توګه يې خدمت وکړ او د شعر د بوارزېس هېډ ټولنې (د شاعرۍ ټولنه) سره یوځای شو. هغه په هارتلي کې مېشت و چېرته چې د بېټ د نسل شاعرانو لکه جک کرواک او هربرېټ ګلد هم ژوند کاوه. ګېنزبرګ ویلي چې د خپلې اړتياوړ سمینار يې په خپل لومړي کال کې په کولمبیا کې د خپلې خوښې وړ برنامې په توګه په هغو لويو کتابونو کې ترلاسه کړ چې د لیونل ترلینګ له‌خوا تدریسېده.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د شاعرۍ د بنسټ/نهاد په وینا ګېنزبرګ په یوه جلسه کې پر لېونتوب تر اعتراف کولو وروسته څو میاشتې په یوه رواني مؤسسه کې تېرې کړې. ويل کېږي چې هغه په‌خپل اتاق کې د لیليې د ورکو شویو توکو له امله تر څارنې لاندې و. داسې یادونه شوې چې غلا شوي توکو د هغه نه و، بلکې د هغه د يو پېژندوی/اشنا وو. ګېنزبرګ همدارنګه په بووروي کې د سېنټ مارک په سقفي کلیسا کې په عامه لوستلو کې برخه واخیسته چې تر مړينې وروسته يې ورته یاد غونډه ونیوله. [۳۴][۳۵][۳۶]

له مور او پلار سره يې اړيکې سمول

ګېنزبرګ په ۱۹۸۵ کال کې په یوه مرکه کې خپل مور او پلار پخواني او له کاره لوېدلي فلیسوفان یاد کړل. مور يې هم د کمونیست ګوند له فعالو غړو څخه وه چې ګېنزبرګ او د هغه ورور یوجین يې د ګوند غونډو ته بوول. ګېنزبرګ وروسته وويل چې مور به یې تر خوب مخکې کیسې جوړولې چې هر څه په‌کې سره ورته وو لکه: ښه پاچا له خپلې ماڼۍ څخه راووت، ځورېدلي کاريګران يې وليدل او له هغوی سره یې مرسته وکړه. ګېنزبرګ د خپل پلار په اړه لیکي چې: «پلار به مې په کور کې ګرد تاوېده یا به یې تر شوڼدو لاندې اېملي ډېکېنسون او لانګ فیلو لوستل یا به یې له خپلې تیاره‌فکرۍ سره د شعر د خرابولو لپاره په ټي. اېس اېليوټ (امریکایی- بریتانوی شاعر، لیکوال او کره‌کتونکی، ژباړن) ورټوپ کړل» زه په دواړو لورو کې شکمن رالوی شوم. نائومي ګېنزبرګ پر شېزوفرینیا اروايي ګډوډۍ اخته وه چې د پارانوئيد هذیانو په څېر د تفکر په ګډوډي او د ځان وژنې په پرلپسې هڅو کې راڅرګندیږي. د مثال په ډول هغې ادعا کوله چې ولسمشر د اورېدلو وسیلې د هغوی په کور کې خښې کړې دي او خواښې يې غوښتل هغه ووژني. پر خپلو شاوخوا کسانو د هغې بدګماني د دې لامل شوه چې هغه خپل کوچني ناز اخیستونکي ځوان الن ته نږدې شي، لکه څنګه چې بېل مورګان له ګېنزبرګ څخه د «زه خپل ځان لمانځم» له سرلیک سره په خپل ژوند لیک کې تر يوې کچې د الن ګېنبزبرګ پر شخصي ژوند بحث کوي. هغې همدرانګه د خپل مړوند له غوڅولو سره د ځان‌وژنې هڅه هم وکړه چې ډېر زر د ګرېسټون رواني روغتون ته ولېږدول شوه. هغې د ګېنزبرګ د ځوانۍ ډېر وخت په رواني روغتون کې تېر کړ. له مور او د هغې له رواني نارغیو سره د هغه تجربې د نوموړي د دوو اصلي اثارو «انګولا» او د هغه د ژوند‌لیک اوږد شعر «د نائومي ګېنزبرګ (زېوېدنه ۱۸۹۴-مړینه ۱۹۵۶) لپارهکادېش» الهام بښونکې وې. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

کله چې دی د ښوونځي د دوران تنکۍ ځوان و د خپلې مور تر معالج پورې يې بس کې د هغې ملتیا کوله. دې سفر ګېنزبرګ په ژور ډول سرګرادان کړ- هغه وويل نوموړي دا شېبې او د خپل ژوند نورې شېبې په کادېش کې یادې کړې. د خپلې مور او د هغې له رواني ناروغۍ او په پای کې رواني مرکز ته د هغې له سپارنې سره د هغه تجربې «انګولا» کې هم څو څو ځله یادې شوې دي. د مثال په ډول پلېګرم سټېټ، راک‌لنډ او ګرې سټون عقلي روغتون هغه مؤسساتو ته اشاره ده چې کارل سولومون او مور يې هلته تګ راتګ کاوه خو ظاهراً د شعر موضوع بریښي: د پلېګرم سټېټ او راکلنډ روغتون په نیویارک او د ګرېسټون پارک عقلي روغتون په نیوجرسي کې موقعیت لري. په دې پسې یې ډېر زر «په پای کې له مور سره******» څو کرښې ولیکلې. ګېنزبرګ وروسته وویل چې پاکه شوې کلیمه د «لعنتي» په معنا وه. هغه همدارنګه په درېیمه برخه کې د سولومون په اړه وايي: زه له تا سره په راکلنډ کې یم، چېرته چې «تاسو زما د مور د سیوري پېښې کوی» یو ځل بیا د سولومون او خپلې مور اړيکه ښيي. [۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]

سرچينې سمول


[1] په ارامي ژبه سپېڅلي ته وايي چې د یهودیانو د دعا په مراسمو کې مهمې او مرکزي دعا ته اشاره کوي، ژباړن.

  1. پیوستون : 11853940X  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. پیوستون : 11853940X  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. http://muse.jhu.edu/journals/not/summary/v067/67.4.luttmann.html
  4. https://muse.jhu.edu/journals/notes/v067/67.4.luttmann.html
  5. د ټولټال کار کتنه په: http://cultural-opposition.eu/registry/
  6. MusicBrainz artist ID: https://musicbrainz.org/artist/8fc551bc-0c60-43fd-a234-2776561c2b18 — د نشر نېټه: ۴ اکتوبر ۲۰۲۱ — خپرونکی: MetaBrainz Foundation
  7. "Ginsberg, Allen (1926–1997)". glbtq.com. د اصلي آرشيف څخه پر March 13, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 9, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ginsberg, Allen (July 1, 2009). Howl, Kaddish and Other Poems. London: Penguin Books Ltd. د کتاب پاڼې 0. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0141190167. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Ginsberg, Allen (March 20, 2001). Deliberate Prose: Selected Essays 1952–1995. New York: HarperCollins. د کتاب پاڼې xx–xxi. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0060930813. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. de Grazia, Edward (March 2, 1993). Girls Lean Back Everywhere: The Law of Obscenity and the Assault on Genius. New York: Random House. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0679743415. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "About Allen Ginsberg". PBS. December 29, 2002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Collins, Ronald K. L.; Skover, David (2019). The People v. Ferlinghetti: The Fight to Publish Allen Ginsberg's Howl. Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې xi. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781538125908. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Kramer, Jane (1968). Allen Ginsberg in America. New York: Random House. د کتاب پاڼي 43–46. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1299400955. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Allen Ginsberg Project[[:کينډۍ:Snd]]Bio". allenginsberg.org. د لاسرسي‌نېټه February 18, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  15. Miles, pp. 440–44.
  16. Miles, pp. 454–55.
  17. Ginsberg, Allen, Deliberate Prose, the foreword by Edward Sanders, p. xxi.
  18. Vendler, Helen (January 13, 1986), "Books: A Lifelong Poem Including History", The New Yorker, p. 81.
  19. In 1993, Ginsberg visited the University of Maine at Orono for a conference, to pay homage to the 90-year-old great Carl Rakosi and to read poems as well. "National Book Awardsکينډۍ:Snd1974". National Book Foundation. Retrieved April 7, 2012 (with acceptance speech by Ginsberg and essay by John Murillo from the Awards 60-year anniversary blog).
  20. Miles, p. 484.
  21. "The Pulitzer Prizes [[:کينډۍ:Pipe]] Poetry". Pulitzer.org. د لاسرسي‌نېټه October 31, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  22. (په April 6, 1997 باندې). Allen Ginsberg, Master Poet Of Beat Generation, Dies at 70. The New York Times.
  23. Hampton, Willborn (په April 6, 1997 باندې). Allen Ginsberg, Master Poet Of Beat Generation, Dies at 70.
  24. Pacernick, Gary. "Allen Ginsberg: An interview by Gary Pacernick" (February 10, 1996), The American Poetry Review, July/August 1997. "Yeah, I am a Jewish poet. I'm Jewish."
  25. Jones, Bonesy. "Biographical Notes on Allen Ginsberg". Biography Project. مؤرشف من الأصل في October 23, 2005. د لاسرسي‌نېټه October 20, 2005. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. David S. Wills, "Allen Ginsberg's First Poem?"
  27. Miles
  28. Ginsberg, Allen (2008) The Letters of Allen Ginsberg. Philadelphia, Da Capo Press, p. 6.
  29. Miles
  30. "History". Columbia Review. May 22, 2014. د لاسرسي‌نېټه March 5, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "My generation - Columbia Spectator". Columbia Daily Spectator. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په 2012-04-05 باندې). Where Death Shaped the Beats. The New York Times.
  33. Charters, Ann (July 2000) "Ginsberg's Life." American National Biography Online. American Council of Learned Societies.
  34. Allen Ginsberg." Allen Ginsberg Biography. Poetry Foundation, 2014. Web. November 6, 2014.
  35. https://www.literarymanhattan.org/place/st-marks-church-in-the-bowery/. د لاسرسي‌نېټه April 21, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  36. Morgan, Bill (November 1997). Beat Generation in New York: A Walking Tour of Jack Kerouac's City. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780872863255. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Hampton, Willborn (په April 6, 1997 باندې). Allen Ginsberg, Master Poet Of Beat Generation, Dies at 70.
  38. Jones, Bonesy. "Biographical Notes on Allen Ginsberg". Biography Project. مؤرشف من الأصل في October 23, 2005. د لاسرسي‌نېټه October 20, 2005. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. HADDA, JANET (2008). "Ginsberg in Hospital". American Imago. 65 (2): 229–259. ISSN 0065-860X. JSTOR 26305281. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Miles, p. 26.
  41. Hyde, Lewis and Ginsberg, Allen (1984) On the poetry of Allen Ginsberg. University of Michigan Press. ISBN 0-472-06353-7, ISBN 978-0-472-06353-6. p. 421.
  42. Morgan, p. 18.
  43. Dittman, Michael J. (2007), Masterpieces of Beat literature. Greenwood Publishing Group. ISBN 0-313-33283-5, pp. 57–58.
  44. Morgan, p. 13.
  45. Breslin, James (2003), "Allen Ginsberg: The Origins of Howl and Kaddish." in Poetry Criticism. David M. Galens (ed.). Vol. 47. Detroit: Gale.
  46. Charters, Ann. "Allen Ginsberg's Life". Modern American Poetry website. د اصلي آرشيف څخه پر May 11, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 20, 2005. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Morgan, p. 13.
  48. Ginsberg, Allen (1995). Howl: Original Draft Facsimile, Transcript & Variant Versions, Fully Annotated by Author, with Contemporaneous Correspondence, Account of First Public Reading, Legal Skirmishes, Precursor Texts & Bibliography. Barry Miles (Ed.). Harper Perennial. ISBN 0-06-092611-2. p. 132.
  49. Theado, Matt (2003) The Beats: A Literary Reference. Carroll & Graf Publishers. ISBN 0-7867-1099-3. p. 53.
  50. Original Draft p. 131.
  51. Raskin, Jonah (2004). American Scream: Allen Ginsberg's Howl and the Making of the Beat Generation. Berkeley: University of California Press. ISBN 0-520-24015-4, pp. 156–157.