افغان کليسا د هند د ممبای ښار په ماهاراشترا ايالت کې يو د افغان انگرېز د جگړې پر وخت د انگرېز راج لخوا د هغوی د پوځيانود مړو د يادښت په توگه جوړه شوې کليسا ده . دا يې ځکه د افغان ـ چرچ په نوم نومولې چې په افغانستان او شاوخوا سيمو کې په لومړی ځل د انگرېزانو پوځ ماته وخوړه او په هغې ماتې کې افغانانو د ۱۵۹۹۹ انگرېزي پوځ کسان له منځه يووړه. د هماغو ډېری مړي ېې د هند تر مهاراشترا پورې رسولي او هلته ېې خښ کړي دي . دغه کليسا د ۱۸۳۸م زیزديز کال د افغان انگریز په لمړۍ جگړې کې د انگریزانو له ماتې څخه وروسته، د دې جکړې قربانیانو لپاره د درناوي په خاطر د وخت د انگریز حکومت لخوا په هند کې جوړه کړای شوې وه.

د کلیسا مخه ښکاریدنه

او دلته په دې کليسا کې د بريتانوي پوځيانو سر بېره په خپله د هندي پوځیانو یادونه هم نمانځل کېږي لکه: د ممبای پوځ، د مدراس پوځ د رنجيت سېنگ پوځ له لاهور څخه. په پېښليکونو يا تاريخونو کې دا ويل شوي چې دا جگړه د انگرېزانو بې ساری ، نه منونکې او تر ټولو د ډېر زيان وراړونکې جگړه وه ځکه په دې جگړې کې کوم ۱۶۰۰۰ پوځيان چې افغانستان ته د جگړې لپاره لېږل شوي و، يواځې يو تن يې چې ډاکتر برايډن نومېده يو درمگر افسر و چې وې کولای شو ژوندی له جگړې څخه ځان وباسي، د غبار لخوا ليکل شوي پېښليک کې راغلي چې هغه کس هم افغانانو ددې په موخه پرېښود ، څو د پېښې حال انگرېزي هندي حکومت ته ورسوي. د يادولو وړ ده چې افغانستان ، سعودي عرب ، سوماليا په ټوله نړۍ کې هاغه يو هېواد دی چې په آري توگه ېې خلک تراوسه پورې مسلمانان دي او پرته له اسلام څخه بل دين لکه عيسويت ، يحوديت او نور دينونه نشته .