افغانستان د اسلام د راتگ نه مخکې

د  اسلام له سپېڅلي دین نه مخکې پيرافغانستان په اړه، د لرغون پېژندنې څېړنې له دويمې نړيوالې جګړې وروسته په جدي ډول پيل شوې او د شوروي اتحاد له خوا پر افغانستان د بريد پر مهال د ۱۹۷۰ز کلونو تر وروستيو پورې يې دوام پيدا کړ. لرغون پېژندونکي او تاريخ پوهان وړانديز کوي چې، لږ تر لږه پنځوس زره کاله مخکې په افغانستان کې انسانانو ژوند کړی او په دې هېواد کې د کروندګرۍ ټولنې په نړۍ کې د لومړيو ټولنو له ډلې وې. له زېږد مخکې ۳۰۰۰ نه تر ۲۰۰۰ کال پورې، په دې خاوره کې د ښاري ژوند کلتور و. په افغانستان کې د لوړ ډبرين، منځني ډبرين، نوي ډبرين، ژېړو او اوسپنې د پړاوونو نښې موندل شوې دي. [۱][۲][۳]

وروسته له دې چې د سیند درې تمدن د افغانستان شمال ختيځ پورې وغځېد، په دې هېواد کې آریاني(ايراني) قومونه اباد وو او له زېږد مخکې تر نږدې ۵۰۰ پورې د ماديانو تر واک تر هغه وخته پاتې شول، کله چې ستر داريوش (لومړي داريوش) د خپل پارسي پوځ پر مټ بريد وکړ، تر څو افغانستان د هخامنشي سترواکۍ برخه وګرځوي. له زېږد مخکې ۳۳۰ کې، د مقدونيې ستر سکندر د ګواګمالا په جګړه کې د پارس داريوش درېیم ته له ماتې ورکولو وروسته  په دې ځمکه يرغل وکړ. له يونانو- باختري پاچهۍ وروسته، د افغانستان ډېره برخه د سلوکيانو د سترواکۍ برخه وګرځېد. چندرګوپتا مايوريا لومړي سلوکي ديکتاتورته ماتې ورکړه او خپله لور يې د سولې په تړون کې ورکړه. د راتلونکې زريزې لپاره، په دې ځمکه کې مختلف قومونه مېشت او جلا جلا سلطنتونو اداره کاوه. په اوومه پېړۍ کې د اسلام له رسېدو مخکې، په لرغوني افغانستان کې په ډېرو دينونو عمل کېده چې زردشتي، سوريا عبادت، بت پرستي، هندويزم او بودايي په کې شامل وو. په هندوکش کې د کافرستان سيمه تر نولسمې پېړۍ پورې اسلام ته نه وه اوښتې. [۴]

له تاریخ مخکې پړاو

د پنسلوانيا پوهنتون لويس دوپري، د سميتسونيان انستيتيوت او نور وړانديز کوي چې، لږ تر لږه پنځوس زره کاله مخکې، په افغانستان کې انسانان اوسېدل او د دې سيمې د کروندګرۍ ټولنې د نړۍ له لومړيو ټولنو دي.

لرغون پېژندونکو، په افغانستان کې له زېږد مخکې تر ۵۰۰۰۰ کلونو پورې د انسانانو د مېشتېدو شواهد موندلي دي. دا نښې د دې څرګندونه کوي چې، اصلي اوسېدونکي د اوسمهال په څېر کوچني کروندګر او کوچيان وو، په زياتې شونتيا سره په قومونو وېشل شوي او کوچنۍ سيمه ييزې پاچهۍ يې لرلې چې په پرله پسې ډول راپورته کېدې او ړنګېدې.

داسې برېښي چې، افغانستان له تاريخ مخکې پير کې، په لرغوني پړاو او معاصر وخت کې د کلتور او سوداګرۍ په مټ له ګاونډيو سيمو سره اړيکې درلودلې. شونې ده چې له زېږد مخکې له ۳۰۰۰ نه تر ۲۰۰۰ کلونو پورې، په دې سيمه کې ښاري تمدن پيل شوی وي. د لرغون پېژندنې موندنې ښيي چې، ممکنه ده د ژېړو (برونز) پير دلته پيل شوی وي، چې بيا له افغانستان نه په ټوله لرغونې نړۍ کې خپور شو. داسې باور هم شته دی چې، دې سيمې له بين النهرین سره د سوداګرۍ اړيکې لرلې.[۵][۶]

د سیند درې تمدن

د سیند درې تمدن د ژېړو د پړاو تمدن و (له زېږد مخکې ۳۳۰۰-۱۳۰۰ له زېږد مخکې په ۲۶۰۰-۱۹۰۰ کې خپل اوج ته ورسېد) د ننني پاکستان له شمال لويديځ نه تر شمال لويديځ هند او شمال ختيځ افغانستان پوری غځېدلی تمدن و. د افغانستان په شمال کې د امو سیند د شورتوغۍ سيمه کې د سیند درې يوه سيمه موندل شوې ده. له شورتوغۍ پرته، يوه بله سيمه مونډيګک هم د پام وړ ده. په افغانسان کې د سیند درې تمدن څو نورې کوچنۍ مستعمرې هم شته. [۷][۸]

بین النهرين ته د اريايانو پراختيا او د ماديانو حکومت (له زېږد مخکې ۱۵۰۰-۵۵۱)

له زېږد مخکې د ۲۰۰۰-۱۲۰۰ تر منځ کلونو کې، په اندو-اروپايي ژبه خبرې کوونکو قومونو يوې څانګې چې د آريايانو په نوم پېژندل کېده، دې سيمې ته کوچ پيل کړ. دا د اندو-اريايي کډوالۍ په اړه د اختلاف نقطه ده. داسې برېښي چې، دوی له زېږد مخکې د ۱۵۰۰ او ۱۰۰۰ تر منځ کلونو کې په اوسني افغانستان کې په لومړيو مراحلو کې په ايراني، نورستاني او اندو-اريايی ډلو وېشل شوي دي، يا له دې هم مخکې، په هغه وخت کې چې د ختيځ اندو-اريايي پاتې شوني د لويديځ پر لور له ميتاني سره ولاړل. ايرانيانو اوسنۍ اوارې سيمې ونيولې، په داسې حال کې چې اندو-اريايانو په پای کې د هندي نيمه لويې وچې پر لور مخه کړه. باور کېږي چې، اوستا له زېږد مخکې شا او خوا ۱۸۰۰ کې جوړ شوی او په لرغونې آريانا کې ليکل شوی دی، دا د افغانستان لومړی نوم دی، کوم چې په لويديځ کې د اوسنيو ايراني قومونو سره، يا په مرکزي اسيا کې له ګاونډيو سيمو سره او يا شمال ختيځ ايران سره، له زېږد مخکې په شپږمه پېړۍ کې د لومړيو اړيکو څرګندونه کوي. د لومړۍ اوستا او سنسکريتي ژبو تر منځ د ورته والي له امله (او نورې اړوندې لومړۍ اندو-اروپايي ژبې، لکه:لاتيني او لرغونې یوناني) باور کېږي چې، د زړو پارسيانو او اندو-اريايي قومونو تر منځ جلاوالی لږ تر لږه له زېږد مخکې په ۱۰۰۰ کې راغلی دی. د سنسکريت او اوستا تر منځ د پام وړ ورته والی شته، کوم چې د دې تصور ملاتړ کولای شي، چې په افغانستان کې د اوسېدونکو اندو-آريايانو تر منځ دا جلا والی په لومړيو مراحلو کې د لنډې مودې لپاره و. همدا راز اوستا په زړې او نوې برخې وېشل شوی دی او يو هم د ميديانو يادونه نه ده کړې چې مشهوره ده له زېږد مخکې ۷۰۰ کې يې پر افغانستان واکمني کړې ده. دا د اوستا لپاره د لومړۍ زماني چوکاټ ښيي،چې دا زمانه دقيقه معلومه نه ده، ځکه چې ډېر پوهان باور لري، چې که یوه زريزه نه وي، نو اوستا د پېړيو په اوږدو کې ليکل شوی. د لرغون پېژدنې ډېر معلومات د باکتريا-مارګينا لرغون پېژندنې له مجموعې (BMAC او سیند درې تمدن) نه تر لاسه شوی دی، کوم چې شونې ده، په افغانستان کې يې د لومړي اريايي تمدن کې د پام وړ ونډه درلودلې وي.   [۹]

د دې سيمې اندو-اريايي اوسېدونکي، چې عمدتاً د هېواد په سويلي او ختيځو برخو کې اوسېدل، د هندو مذهب پلويان وو. د دوی په منځ کې مشهور يې ګندهاري، پشه يي او نورستاني وو ، چې د اوسني وخت د اندو-ايرانيانو بېلګې دي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

ماديان لويديځ ايرانيان دي، له زېږد مخکې د ۷۰۰ په شا او خوا کې د اوسمهال کردستان نه راورسېدل او د لرغوني افغاسنتان ډېرې سيمې يې ونيولې. دوی لومړي هغه قومونه دي چې د اوسني ايران په لوړو هوارو سيمو او ورسره اړوندو ملتونو کې يې لومړۍ ايراني سترواکي جوړه کړه، کومې سيمې چې دوی په لومړي سر کې د سويل لور ته په فارس کې نيولې وې. د افغانستان په لرې پرتو سيمو د ماديانو واکمني د پارسيانو د شاهزاده ستر کوروش تر وژل کېدو او د ماديانو د سترواک د هغه د خسر له خوا د واک له تر لاسه کولو پورې دوام پیدا کړ.

هخامنشي يرغل او زردشتي دين (له زېږد مخکې ۵۵۰-۳۳۱)

باور کېږي چې، د باختر ښار (وروسته په بلخ بدل شو) د زردشت کور دی چا چې د زردشتي دين بنسټ اېښی دی. اوستا ختيځ باختر ته ورګرځي، ځکه چې هغه د زردشتي عقیدې کور دی. دې بحث ته له پاملرنې پرته، چې زرتشت د کوم ځای و، زردشتي دين پراخ، د نړۍ يو له اغېزناکو دينونو وګرځېد او د پېړيو لپاره د اريايي خلکو اصلي عقیده وګرځېده. دا د مسلمانانو په لاس د ساساني واکمن يزدګرد درېيم تر ماتې پورې د پارس رسمي دين هم وچې له جوړېدو وروسته تر زرو کلونو پورې یې پیروان لرل. د اوسمهال په سويلي ايران کې، پارسيان په دې موخه راپورته شول، چې پر ايراني سيمو مادي واکمني وګواښي. له زېږد مخکې ۵۵۰ پورې، پارسيانو د ماديانو د واکمنۍ پر ځای خپله واکمني جوړه کړه، ان تر دې چې، د پخواني مادي سترواکۍ د پولو په پراخولو يې پيل وکړ. هم د ګندهارا او هم د کمبوجا ماهاجاناپاداس بودايي متنونه، د هخامنشي ستر کوروش (له زېږد مخکې ۵۳۰-۵۵۸) د واکمنۍ پر مهال يا د لومړي داريوش په لومړي کال کې، د هخامنشيانو له خوا ړنګ کړای شول. په دې ډول يې دا سيمه د سترواکۍ په لرې ختيځ کې پراته ولايتونه وټاکل، کوم چې د اوسني افغانستان برخه دي. د پليني(Pliny's) شواهدو پر بنسټ: ستر کوروش (کوروش دويم) کاپسينا کې کاپيسا ويجاړ کړ، کوم چې د کمبوجا يو ښار و. د ګندهارا او کمبوجا (لوړ سیند) د هخامنشي سترواکۍ اووم  ولايت جوړکړ او هر کال يې هخامنشيانو ته ۱۷۰ د سرو زرو تالانت د درناوي په توګه ورکول. [۱۶]

سرچینې

  1. "Afghanistan: VII. History (Archived)". John Ford Shroder. University of Nebraska. 2009. د اصلي آرشيف څخه پر October 31, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "The Pre-Islamic Period". Library of Congress Country Studies on Afghanistan. 1997. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Dupree, Nancy Hatch (1977). An Historical Guide To Afghanistan. 2. Edition. Afghan Air Authority, Afghan Tourist Organization. د کتاب پاڼې 492. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. The Ancient Indus: Urbanism, Economy, and Society. pp.1
  5. Dupree, Nancy Hatch (1977). An Historical Guide To Afghanistan. 2. Edition. Afghan Air Authority, Afghan Tourist Organization. د کتاب پاڼې 492. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Warwick Ball, 2008, 'The Monuments of Afghanistan: History, Archaeology and Architecture': 261, London.
  7. The Ancient Indus: Urbanism, Economy, and Society. pp.1
  8. Kenoyer, Jonathan Mark (1998). Ancient cities of the Indus Valley Civilization. pp.96
  9. Autochthonous Aryans-corr.doc
  10. UNESCO World Heritage Centre: Taxila
  11. Minahan, James B. (10 February 2014). Ethnic Groups of North, East, and Central Asia: An Encyclopedia (په انګرېزي ژبه کي). ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 217. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781610690188. Historically, north and east Afghanistan was considered part of the Indian cultural and religious sphere. Early accounts of the region mention the Pashayi as living in a region producing rice and sugarcane, with many wooded areas. Many of the people of the region were Buddhists, though small groups of Hindus and others with tribal religions were noted. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  12. Weekes, Richard V. (1984). Muslim peoples: a world ethnographic survey (په انګرېزي ژبه کي). Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼې 601. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780313233920. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  13. Khanam, R. (2005). Encyclopaedic ethnography of Middle-East and Central Asia (په انګرېزي ژبه کي). Global Vision Publishing House. د کتاب پاڼې 631. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788182200654. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  14. "The Pashayi of Afghanistan" (په انګرېزي ژبه کي). Bethany World Prayer Center. 1997. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۱۹. Before their conversion to Islam, the Pashayi followed a religion that was probably a corrupt form of Hinduism and Buddhism. Today, they are Sunni (orthodox) Muslims of the Hanafite sect. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  15. Richard F. Strand (31 December 2005). "Richard Strand's Nuristân Site: Peoples and Languages of Nuristan". nuristan.info. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Naturalis Historia, VI, 25, 92