اسيډوسېز د بدن د شرياني وينې د pH له ټيټوالي (pH>7,35) نه عبارت دی. د ټول بدن د مېټابوليزم نه په ورځ کې يو ميلي ايکولنټ في ليټر في کلوگرام هايډروجن (H) او کاربون ډای آکسايډ (CO2) توليدېږي چې وروسته بيا دغه H او CO2 د سږو او پښتورگو له لارې اطراح کېږي او د بدن د مايعاتو pH په نسبتاً ثابت ډول له 7,40 - 7,50 پاتې کېږي.