اریا (سیمه)

آریا ( یوناني Ar(e)ía, 𐏃𐎼𐎡𐎺 هرایوا ، اوستان 𐬵𐬀𐬭𐬋𐬌𐬬𐬀 هارووا) د لرغوني افغانستان په لویدیځ کي یوه سیمه وه چي د هرات په ښار کي یې موقعیت درلود. په ځینو عصري اثارو او سرچینو کي دغه سیمه څو ځله د لرغونې اریانا د لویې سیمې سره د نوم د ورته والي له کبله اشتباه سوې ده.

جغرافيایي موقعیت سمول

آریا د لرغوني پارس په ځمکه کي د باختر ((بلخ)) او اراکوزیا ((کندهار)) په څېر یوه پخوانی سیتراپي وه، چې په عمومي توګه یې د هري سیند سره اړه درلوده. دا د پخواني تاریخپوه اریان په وینا د ټولي هغي ځمکي نوم وو [۱]کوم چي په لرغونو زمانو کي ډېره حاصلخیزه او د شرابو له اړخخ بډایه ګڼل کیده. د اریا سیمه په ختیځ کې د پاروپامیساداي د غرونو له لړۍ ، په لویدیځ کې له پارتیا، په شمال کي له مارګیانا او هیرکانیا څخه راجلا سوې ده، او یوه صحرا یې په سویل کي له کارمانیا او ډرینګیانا څخه هم را بېلوي. د پوتلیمي او سټرابو [۲]د تفصیل مطابق یاده سیمه د اوسني افغانستان هرات ولایت اړوند بلل کیږي.

 
د 15 پیړۍ د الماني کارتوګرافر نیکولاس جرمنس لخوا په دویمه پېړۍ کي د اریا او ګاونډیو هیوادونو د بطلیمي نقشې

د پولیمي په وینا د اریا پلازمینه ارټاکوانا نومېدل. ددې سیمي په شاوخوا کي یوه نوې پلازمینه د لوی سکندر یا د هغه د ځای ناستو لخوا، الکساندریا آریانا د افغانستان په شمال لویدیځ کي په اوسني عصري هرات کي جوړه سوې وه. پولیمي په دې سیمه کي څو نور ښارونه هم یاد کړي دي چي د ولایت د شتمنۍ او زرغونتیا نښه بلل کېده. دده په وینا مهم یې لاندي ښارونه وه: [۳] [۴]

  • ډیسټا
  • نوبارس
  • تاوا
  • اوګرا
  • Bitaxa
  • سرمګانه
  • سپهار
  • راګوره
  • زموچنا
  • امبرودیکس
  • بوګاډیا
  • ورپنا
  • ګوډانا
  • فوراګا
  • ‏‎Chatrisachê‎‏
  • چوورینا
  • اورتیانا
  • توپانا
  • Aria civitas
  • بیسیکا
  • سوتیرا
  • Orbetanê
  • نسیبیس
  • Paracanacê
  • ګریګا
  • دارکاما
  • Cotacê
  • ټریبیسینا۔
  • استاسنا
  • زمری

سرچينې سمول