که چېرې داتمانزيو د قبېلې د نسب شجره په غور سره وگورو نو دا به راته څر گنده شي چې دوی سړبني پښتانه دي او د مندړ يو ښا خ گڼل کيږي٠اتمانزي د يو سفزيو د سېمې په ختېزه بر خه کې د ابا سين پرغاړه او د مها بڼ د غره په سهيلي لمنو کې پر اته دي٠ټوپي،ميني،کوټه او مر غز ددوی د سېمې مشهورکلي دي ٠داتمانزيو نور خېلونه په لاندې ډول دي: ا کازي ، کنا زي او عليزي٠دسدو اولاده که څه هم په اتمانزيو ور گديږي،خو ځان ته يې بل نو م غوره کړی دی ٠داتمانزيو د قبېلې درې واړه ښاخونه د شيخ ملي د ويش له مخې برابرې پلرنۍ برخې لري چې دغه درې واړه ښا خو نه په برابر ډول خپلې پلرنۍ ځمکې کري او ورنه گټه اخلي٠ همداراز د علي زيو د طا هر خيلي څا نگه ډېره مشهوره او په گندگهر نو مي سېمه کې مېشته دي٠د تاريخ حيات ا فغا ني په استناد دوی په هغه وخت کې١٢٠٠ وسله وال کسان درلودل.

سرچينې

  • پښتني قبيلې و پيژنئ، دکتو رلطيف ياد