ابو مسلم خراساني

عبدالرحمان زوکړه ۷۱۸-۱۹ یاهم ۷۲۳-۲۷ د مسلم زوی په عربانو کي مشهور په ابومسلم خراساني چې مانا یې د مسلم پلار ده، د سهېل ـ ختيځ خراسان اوسني ترکمنستان د سيمي خورا ستر شخصيت او ملي لارښود وو چې د شام د امويانو واکمنی ته یې دپای ټکی کېښود او د عباسيانو د خلافت په منځ ته راتګ کي یې لویه ونډه واخیستل. د پلار نوم ېې (بندادهرمز) يا هم (وندادهرمز) و چې تر مسلمانېدو وروسته د (مسلم) په نامه ياد شو [۱] او د خراسان د مرود٫٫ ماخان٬٬ د کلي مشر وو. نوموړي به کله کله د کوفي ښار ته څېرمه د څارويو سوداگري هم کوله، خو د ژوند په پای کي آذربايجان ته ولاړ، او هم هلته ومړ.

مخينه

د ابومسلم خراساني مور ٫٫وشيکه٬٬ يا ٫٫ وسيکه٬٬ يا ٫٫ وشيله٬٬ نومېدله. مخکې لدې چې د مسلم کورودانه شي په کوفه کې د ٫٫آذين بنداد٬٬ د ٫٫وسيحان٬٬ د زوی په کورنۍ کې اوسېدله. ابومسلم په (۱۰۰۰هـ .س.) کال [۲]د خراسان په ٫٫سپېدنگ٬٬ کلي کې وزېږېد. [۳]ځينې وايي چې دده لومړی نوم عثمان او څوک وايي ابراهيم و ، چې وروسته ېې د عباسيانو د خلافت د داعي امام ابرهيم په مشوره ېې خپل نوم په ٫٫ عبدالرحمان٬٬ واړواؤ . د ابومسلم د کوچنيوالي ورځې شپې د معقلي عجلي په کورنۍ کې د معقل د ځوی عيسا سره تېرې شوي دي ، چې دا کورنۍ د عباسي خلافت په پير د بغداد د کرخ د نومياليو اميرانو کورنۍ وه . په توره او قلم ، پوهې کې ېې نوم درلود. نو د ابو مسلم پلار چې کومې پېښې سره مخ شوی و ، د ابو مسلم مور وسيکه ېې عيسا ته سپارلې وه او ابو مسلم د هغه په کور کې لوی شوی او روزنه ېې اخيستې .

زده کړې

ابومسلم د عيسا د زامنو سره په مدرسې کې سبق ووېلې څو چې اديب او د قرآن حافظ شو . د عربي ژبې ډېر اشعار ېې له ياده کړه او د خلکو مشاور اليه وگرځېد.[۴]

د کوفې ښار ته تگ او امويانو پر وړاندې تدبير

هغه وخت چې امير عجلي د عراقينو د امير خالد بن عبدالله قسري له خوا په کوفه کې د خراج د باقياتو په سبب بندي شو نو ابو مسلم عبدالرحمان د خپل مربي د ليدو لپاره هلته ولاړ. او کله چې به د عيسا د ليدو د پاره زندان ته ورغی هلته به ېې د محمد بن علي الامام ځينې ختيځه لارويان او نقيبان ليدل چې هغوی به هم د عيسا ستړي مشي ته ورغلي و . په هغو کې د کثير خزاعيي زوی سليمان او د قريظ تميمي ځوی لا هزين اوشبيب طايي ځوی قحطبه د نامه خاوندان و . دوی به د ابو مسلم يا ابو مسلم عبدالرحمان خبرو او کفايت ته هېښ حيران پاتې کېدل ، او دا د کوفې په زندان کې د خراسانيانو سره د ابو مسلم لومړۍ کتنه وه ، چې د ابن اثير په قول ټولو ابو مسلم ښه وپېژانده . د ده عقل او پوهې ، خبرو او ادب ته خلک هېښ تللي و او بيا چې ابو مسلم په دې پوه شو چې دوی د آل عباس د خلافت غوښتونکي دي او د بن اميه (بنو اميه) د خلافت د ظالمانو د واکمنۍ پر ضد زيار باسي نو دی هم لوېديځوالو خراسانيانو سره ملگری شو .[۵]

سرچينې

  1. څوک وايي چې تر مسلمانېدو وروسته يې نوم عثمان او لقب يې مسلم ؤ.
  2. ځينې د ابومسلم زېږېدنه په (۱۰۲ هـ. س.) کې گڼي ، خو زياتره مورخان ېې په (۱۰۰ هـ. س.) کې بولي.
  3. غبار په خپل کتاب (افغانستان در مسير تاريخ) کې دا کلی د افغانستان سهېلي سيمې په اوسيني (سرپل) او پخواني (انبار) پورې تړي ، خو ځينې نور مؤرخان ېې د (خرقان) منځی يا مرکز او د (مرو) يو کلی گڼي .د (البلد والتاريخ ) ليکوال مطهرمقدسي بيا د ابو مسلم د زېږېدنې ځای اصفهان ليکي ، او دی اصفهانی بولي ، حال دا چې په عرب او عجم کې په ختيځ او لوېديځ کې دی د ٫٫ابومسلم خراساني٬٬ په نامه يادېږي نو يقينآ دی د خراسان دی.
  4. له دې ځايه د ابومسلم د ژوند د پېښو په ليکنه کې د استاد حبيبي له (تاريخ افغانستان بعد از اسلام) څخه اخځ شوی.
  5. له دې ځايه د ابومسلم د ژوند د پېښو په ليکنه کې د استاد حبيبي له (تاريخ افغانستان بعد از اسلام) څخه اخځ شوی.